Adolphe Amouroux – اډالف اموروکس

د ۱۸۳۶ کال د اپرېل په ۱۲ نېټه د فرانسې په پېرپینیان کې زېږېدلی او د ۱۸۸۶ کال د اګسټ په ۱۶ نېټه د ګواتمالا په کلوداد کې مړ شوی. د فرانسې جورنالست او سیاست پوه وو. اډالف اموروکس له لوی افلاس سره مخ شو او تقریبا تر ۲۰۰ د زیاتو کسانو شتمنۍ یې لاهو کړه. د افلاس قربانیانو دا ماته خوړنه د یهودانو دسیسه وګڼله او د اتلسمې پېړۍ پای کې د یهودانو ضد د خوځښت رامنځته کېدو لامل شوه.

اډالف اموروکس په ۱۸۵۷ کې د چاپ کوونکو د کورنۍ له یوې ښځې “ماري ماسوت” سره واده وکړ او دواړو خپله کې درې بچیان ژک، جوزېف او تېرېزا سره لرل. په ۲۹ کلنۍ کې د پېرپینیان د ښاروالۍ د مشاور په توګه کاندید شو او نظریات یې محافظه کار وو. د ۱۸۷۷ کال د مې په ۱۶ نېټه فرانسه کې د اساسي قانون بحران رامنځته شو او له بحران وروسته اډالف اموروکس په روسیلون کې د بیا کتنې مشر مدیر وټاکل شو.

په ۱۸۸۲ کې یې د یونیون جېنېرل د کتولیک عیسویانو په بانک کې ډېره بې کچې زیاته پانګونه وکړه. له افلاس وروسته یې د ۱۸۸۲ کال د جون په میاشت کې فرانسه ترک کړه، په ۱۸۸۴ کې مجرم وګڼل شو او په لس کاله زندان محکوم شو او له همدې امله ګواتمالا ته وتښتېد چېرې چې په ۱۸۸۶ کې مړ شو.

Sidebar



Share
Hide Buttons