Endometrial cancer – د رحم د استر سرطان

د رحم په استر کې راڅرګندیږي. لامل یې د حجرو غیرې نورمال وده ده او د دې وړتیا لري چې د بدن نوروو برخو ته خپرې شي. تر ټولو لمړۍ نښه د وینې داسې بهېدنه ده کومه چې له میاشتینۍ ناروغي سره کوم تړاو نه لري، نور علایم یې د جنسي اړیکې پر وخت درد، د ادرارو کولو پر وخت درد او خاصره لګن کې درد وي.

د رحم په استر کې سرطان ډېری وخت د میاشتینۍ ناروغۍ له بندېدو پس رامنځته کېدای شي. تقریبا ۴۰ % کسانو کې د څوربوالي او یا زیات وزن له امله پیدا کیږي. له دې پرته بې کچې اېسټروجېن هورمون ته څرګندېدل، د وینې لوړ فشار او شکر ناروغي هم د رحم په استر کې د سرطان لامل کیږي.

که چېرې یوه ښځه یوازې د اېسټروجېن هورمون وکاروي نو د سرطان خطر یې زیاتیږي خو که چېرې د دواړو اېسټروجېن او پروجېسټوجېن ترکیب وکاروي نو د سرطان خطر یې کمیږي. تر ۵% پورې کسانو کې یې لامل له مور او پلار څخه په ارث ترلاسه کړي جېنونه وي. د رحم په استر کې سرطان ته ځینې وخت د رحم سرطان نوم هم اخلي خو د رحم د سرطان له نورو ډولونو سره توپیر لري. د رحم په استر کې د سرطان تر ټولو عام ډول کارسینوما دی کوم چې تر ۸۰ % خلکو کې رامنځته کیږي. تشخیص یې د رحم د استر په بیوپسي کیږي او یا هم د رحم په پراخولو او یوې برخې اخیستلو ( dilation and curettage) کیږي. یوازې د پاپ ازموینه یې د تشخیص لپاره کافي نه ده.

تر ټولو غوره او ښه درملنه یې په جراحي د ټول رحم پرې کول (abdominal hysterectomy) دي، له دې سره دواړو اړخونو کې د هګیو تونلونه او د هګیو کیسې پرې کول هم شامل دي. خو که چېرې سرطان ډېر ځنډینی شوی وي نو ممکن د وړانګو، کیمو تېراپي او هورمون تېراپي سپارښتنه هم وشي. که چېرې په پیل کې یې تشخیص وشي نو د درملنې پایلې یې هم ډېرې ښې وي او تر ۸۰ % پورې د ژوندي پاتې کېدو امکان لري. په ۲۰۱۲ کال کې تر ۳۲۰۰۰۰ ښځې د رحم په استر کې له سرطان سره تشخیص شوې وې او له دې څخه یوازې ۷۶۰۰۰ ښځې د ناوخته تشخیص له امله مړې شوې وې. له ۱۹۸۰ لسیزې تر ۲۰۱۰ پورې پرې د اخته کېدونکو ښځو شمېر زیات شوی او لامل یې زاړه عمر کې زیات وزن ګڼل کیږي.


علایم
په ۹۰ % هغو ښځو کې کومې چې د رحم د استر په سرطان اخته شوې وي له میاشتینۍ ناروغۍ بندیدو پس د وینې جریان یا کمه اندازه د وینو څاڅکي بهېدل وي. په اډېنو کارسینوما ډول کې د وینې بهېدل تر نورو ډولونو عام وي. که چېرې د یوې ښځې میاشتینۍ ناروغي نه وي بنده شوي او د رحم د استر سرطان باندې اخته شوې وي نو د میاشتینۍ ناروغي دوران یې غیرې نورمال وي، میاشتینۍ ناروغي بې کچې اوږده او د وینې بهېدنه زیاته وي. که چېرې د وینې بهېدنه هم دوامداره وي ممکن د رحم په استر کې سرطان ولري.

د وینې له بهېدو پرته نور علایم یې عام نه دي او د کومو ښځو چې میاشتینۍ ناروغي بنده شوې وي له بندېدو پس له رحم څخه سپینه نرۍ مایع بهېدنه ده. که چېرې وروستي پړاو کې وي نو علایم یې په فزیکي ازموینه کې هم ښکاري لکه د رحم پړسوب، د سرطان خپرېدل او د ګېډې لاندې برخه کې درد او یا هم په خاصره لګن کې د عضلو نیول کېدنه او درد، د جنسي اړیکې پر مهال درد، د ادارو کولو پر وخت درد. ځینې ښځو کې امکان لري چې رحم یې اوبه وکړي.


لاملونه
د رحم په استر کې د سرطان لاملونه څوربوالی یا زیات وزن، د شکر ناروغي، د انسولین مقاومت، د تیانو سرطان، د ټموکسیفېن کارونه د کوم چې سوداګریز نوم نولواډېکس دی، په ټول عمر کې د اولاد نه زېږول او همداسې ځینې چاپېریالي اجزا هم د رحم په استر کې د سرطان د پیدا کېدو لامل کیږي. همداسې د میاشتینۍ ناروغۍ په ډېر عمر کې بندېدل، د اېسټروجېن هورمون لوړه کچه او د عمر زیاتېدل هم د رحم په استر کې د سرطان لامل کېدای شي.


هورمونونه
په ډېرو ښځو کې، کومې چې د رحم په استر کې، په سرطان اخته شوې وې، لامل یې د اېسټروجېن لوړه کچه ده. همداسې ۴۰ % کې زیات وزن وو. که چېرې بدن کې د وازدې نسجونه زیات وي نو د انډروس ټېنېډیونې په اېسټرون بدلېدنه لوړوي او کله چې وینه کې اېسټرون زیات وي نو په ښځه کې د هګیو تولید کمیږي او یا بندیږي او په ورته وخت کې د رحم استر د اېسټروجېن هورمون لوړې کچې ته څرګندوي. همداسې که د ښځې وزن زیات وي نو له وینې یې د اېسټروجېن هورمون وېستل کېدنه کمیږي. که چېرې یوه ښځه د پولیسیسټیک اووري سېنډروم ولري نو کټ مټ څوربوالي ته ورته عمل کوي، په ښځه کې د هګیو د تولید بې نظمي رامنځته کوي او یا د هګیو تولید بندوي او ښځو کې د رحم د استر د سرطان لامل کیږي. که چېرې د ښځې بدن کافي انسولین تولید نه کړي او یا له انسولین سره مقاومت وکړي نو د رحم په استر کې د سرطان لامل کېدای شي. څوربوالی په رحم کې د استر د سرطان امکان له ۳۰۰ % تر ۴۰۰ % پورې زیاتوي.

کله چې یوه ښځه پوخ عمر ته ورسیږي او میاشتینۍ ناروغي یې بنده شي نو د بندېدو د علایمو درملنه یې په هورمون کوي (ډېری ښځې د یادو علایم ارامولو لپاره پروجېسټین کاروي) کوم چې د رحم د استر سرطان خطر زیاتوي. د اېسټروجېن لوړ ډوز یا اوږد مهاله کارونه هم د رحم په استر کې سرطان پیدا کولای شي. که چېرې د یوې ښځې وزن کم وي او د پروجېسټوجېن کچه یې له اېسټروجېن سره په توازن کې نه وي هم د رحم د سرطان له لوی خطر سره مخ وي. د میاشتینۍ ناروغي په پیل کې زیات بچیان زېږول او یا پاخه عمر کې د میاشتینۍ ناروغۍ له بندېدو مخکې زیات بچیان زېږول هم د رحم په استر کې د سرطان خطر زیاتوي. که چېرې ښځه کې د ټېسټوسټېرون هورمون دوران زیات وي هم د رحم په استر کې د سرطان لامل کېدای شي.


جنتیک
جنتیکي بې نظمۍ هم د رحم په استر کې د سرطان لامل کیږي. تر ۱۰ % پورې پېښې ارثي وي. لینچ سېنډروم کوم چې په غټه کلمه کې هم د سرطان لامل کیږي د رحم په استر کې سرطان پیدا کوي او تر ډېره یې امکان د میاشتینۍ ناروغۍ له درېدو مخکې وي. کومې ښځې چې لینچ سېنډروم لري تر ۶۰ % پورې یې د رحم په سرطان د اخته کېدو خطر شته وي. په ۲۰ % ښځو کې د رحم په استر کې او د هګیو کیسه کې سرطان په یوه وخت کې وده کوي. همداسې په غټه کلمه کې یې سرطان ممکن یولس کاله وروسته پیدا شي.

په لینچ کې کارسینو جېنېسیس یا توموریجنېسیس یا هم د سرطان جوړېدنه د ( MLH1 or MLH2) له بدلون څخه رامنځته کیږي، دواړه جېنونه دي او د نه برابري ترمیم کوي او حجرې ته اجازه ورکوي چې د ډي اېن اې په تېروتنه کې سمون رامنځته کړي. په لینچ کې نور جېنونه کوم کې چې بدلون رامنځته کیږي ( MSH2, MSH6, and PMS2) دی، یاد جېنونه هم د نه برابرۍ ترمیم کوي. کومې ښځې چې لینچ سېنډروم لري د (MLH1) جېن د بدلون له امله یې د رحم په استر کې د سرطان امکان ۵۴ % ، د (MSH2) له امله ۲۱ % او د ( MSH6) له امله ۱۶ % دی.

دوه جېنونه کوم چې د بلې ښځې له سرطان سره تړاو لري د رحم په استر کې سرطان نه پیدا کوي. له دې جېنونو سره یې سرطان تړاو لري خو د رامنځته کوونکی یې ټاموکسیفین دي، ټاموکسیفین پخپله هم د هګیو په کیسه کې او د رحم په استر کې د سرطان لامل کیږي. کوډن سېنډروم هم د رحم په استر کې سرطان پیدا کوي خو امکان یې له ۵ تر ۱۰ % دی.


د رحم په استر کې ځان له سرطان څخه د ژغورنې لارې چارې
لمړی مخنیونکی یې پروجېسټین یاد کړی دی. پروجېسټین په هغو درملو کې شته وي کوم چې د امېدوارۍ د مخنیوي لپاره کاریږي. که چېرې د ښځې وزن زیات وي نو د پروجېسټین زیات ډوز ته اړتیا لري تر څو د رحم په استر کې د سرطان خطر کم کړي. که چېرې ښځه تر پنځو زیات بچیان ولري د رحم په استر کې یې د سرطان خطر ډېر کمیږي. یوازې یو ماشوم زېږول یې ۳۵ % خطر کموي. ماشوم ته تر اتلس میاشتو پورې تی ورکول یې ۲۳% خطر کموي. فزیکي فعالیت او سپورت یې ۴۶% خطر کموي. څېړنو ښودلې چې سویابین سپینه لوبیا یې هم خطر کمولی شي. اېل ډي اېل کولېسټرول، ناوخته یا زیات عمر کې د میاشتینۍ ناروغۍ پیل او هغه ګلوبیولین کوم چې جنسي هورمونونه سره په اړیکه کې کوي یا یې سره نښلوي د رحم په استر کې د سرطان د پیدا کېدو خطر کمونکي ګڼل شوي.


 

 

 

 

Sidebar



Share
Hide Buttons