څه د سا بندي لامل کیږي ؟

د تنفسي سیستم په استر کې پړسوب او بلغم سا بندي رامنځته کوي، په تنفسي سیستم کې د غژهاري او شپېلک ته ورته غږ او نورو علایمو لامل کیږي. سا بندي سږو ته د تنفسي جهاز لارو کې پړسوب دی، سا اخیستنه کې انسان ته ستونزه پیدا کوي او ځینې وخت فزیکي فعالیت ستونزمن کوي یا یې نا ممکنه کوي. یوازې په متحده ایالتونو کې تر ۲۵ میلیونه زیات کسان سا بندي لري او تر ډېره کوچنیان پرې اخته دي.

د انسان په سږو کې واړه سوریان دي کوم چې هوا د وینې جریان ته داخلوي، کله چې د سږو استر پړسوب وکړي د همدې سوریانو خوله ورسره تنګیږي او د بلغم له تولید سره یاد سوریان بنديږي او د وینې جریان ته د اکسیجن داخلېدنه ورسره کمیږي، د سینې د نیول کېدو او ټوخي لامل کیږي.

د سا بندي علایم
تر ټولو عام یې په سینه کې شپېلک ته ورته غږ او غژهاری دی او نور ممکن علایم یې لاندې وګورئ :
– ټوخېدنه په ځانګړې توګه د شپې لخوا یا د فزیکي فعالیت پر مهال
– د سینې نیول کېدنه
– سا لنډه لنډه کېدنه
– تشویش
– ستړیا
– په سینه کې درد
– تېزه لنډه سا اخیستنه
– په دوامداره توګه د سینې خرابېدل
– خوب کې ستونزه

ستاسې علایم د سا بندۍ له ډول سره تړاو لري. ځینې کسان د ورځې په اوږدو کې ټوله ورځ علایم تجربه کوي، ځینې خلکو کې ځانګړی فعالیت علایم پیدا کوي، ځینې خلک بیا سا بندي لري خو نښې یې یاد شوي علایم نه وي.
که چېرې مو سا بنده شوه، شونډو یا نوکانو کې مو شینوالی پیدا شو، سر مو چکر وکړ، په قدم وهلو او خبرو کې مو ستونزه پیدا کړه نو هرو مرو روغتون ته ولاړ شئ.

د سا بندۍ لاملونه
– جنتیک : که مو پلار یا مور، نیا یا نیکه او یا نږدې خپلوان سا بندي لري ممکن تاسې یې هم ولرلای شئ.
– د ویروسي ناروغیو مخینه لرل : کومو کسانو چې کوچنیوالي کې، په تنفسي جهاز کې ویروسي ناروغۍ لرلې وي ممکن وروسته سا بندي پیدا کړي لکه (respiratory syncytial virus)
– په سینه کې اوږدمهاله عفونیت.
– چاپېریال کې په سږو اغیز کوونکي توکي لکه دوړې، تېزاب، لوګی او داسې نور کیمیاوي توکي.
– د حساسیت لامل کېدونکي، لکه عطر، د ګلانو ګرده، …
– بې کچې زیات احساساتي کېدل.
– خرابه هوا.
– هغه ژوي کوم چې افت ګڼل کیږي.
– ځینې درمل.

د سا بندۍ ډولونه
– د حساسیت له امله سا بندي : لکه د ژو له وېښتو سره حساسیت، له خوړو سره حساسیت، د ګلانو له ګردې او یا دوړو سره حساسیت، د پوپنک شکل کې له مرخېړي سره حساسیت
– چاپېریال کې موجود توکي : لکه د لرګیو لوګی، سړه هوا، ککړه هوا، ویروسي ناروغۍ، په هوا کې د بوي خپرونکې سپرې، د کور پاکونکی تولید، عطر، سګرټ
– د دندې له امله سا بندي : رنګونه، ګازونه، صنعت کې کارېدونکي کیمیاوي توکي، د ژو پروتینونه، د ربړ د ونې شیره، فارمونه، نساجي، ترکاڼي، د مرمر ماتونه
– د اسپېرین له امله سا بندي پیدا کېدل او که چېرې غبرګون جدي وي نو انسان وژلی شي
– د شپې سا بندي : ډېری وخت د زړه وېشېدو یا له معدې د تېزابو را پورته کېدو له امله او یا د خسکو او نورو حشرو له امله وي

درملنه
– داسې درمل چې سملاسي د سا بندي مخنیوی کوي
– اوږد مهاله درملنه
– سملاسي د سا بندي مخنیوی کوونکي درمل او د اوږد مهاله درملنې ترکیب
– بیولوجیکي کوم چې د سختې سا بندۍ لپاره کارول کیږي

ډاکټر مو د سا بندي د ډول له مخې، عمر ته په کتو او د سا بندۍ کچې ته په کتو تاسې ته درمل نسخه کوي. ممکن د درملنې یوه طریقه یا ترکیب وي.

Sidebar



Share
Hide Buttons