ایمني سیستم کې بې نظمي څه ته وایي ؟

د ایمي سیستم د بې نظمي لپاره درملنه نشته خو په درملو یې د علایمو کنټرول امکان لري. د دایمي درملنې لپاره یې څېړنې روانې دي او ممکن راتلونکې کې درملنه ولري.

په دې ډول بې نظمي کې ستاسې ایمني سیستم په تېروتنه روغتیا لرونکې حجرې له منځه وړي لکه د کرون ناروغي، د تایرویډ اړوند روغتیایي حالتونه او روماټویډ ارتریتیس.

ستاسې ایمني سیستم ستاسې د بدن له ناروغیو او عفونیت ساتنه کوي. کله چې دا ناروغۍ پیدا کوونکي یا پاتوجېنس احساس کړي نو ځانګړې حجرې تولیدوي تر څو بهرنۍ حجرې په نښه کړي. معمولا ستاسې ایمني سیستم ستاسې د حجرو او د بهرنیو حجرو ترمنځ توپیر کولای شي خو که چېرې تاسې د ایمني سیستم بې نظمي ولرئ نو ایمني سیستم مو د بدن حجرو ته د بهرنیو حجرو پام کوي او د اوټو انټي باډیز په نامه پروتین پرېږدي کوم چې ستاسې په روغتیا لرونکو حجرو برید کوي.

د ایمني سیستم ځینې بې نظمۍ یوازې د بدن په یوه غړي برید کوي لکه د شکر ۱ ډول کوم چې لوزالمعدې ته زیان اړوي او یا لوپوس کوم چې په ټول بدن برید کوي.

څه په ایمني سیستم کې د بې نظمي لامل کیږي ؟
تر اوسه دا مالومات نشته چې ولې ایمني سیستم کې بې نظمي رامنځته کیږي خو کومو کسانو کې یې د رامنځته کېدو ډېر امکان وي لاندې یاد شوي :
– ښځینه جنسیت : دنرانو په پرتله ډېر امکان لري چې ښځې ممکن د ۱۵ او ۴۴ کالو تر منځ عمر کې، په خپل ایمني سیستم کې بې نظمي پیدا کړي.
– جنتیک : که چېرې مو د کورنۍ کوم وګړی په خپل ایمني سیستم کې بې نظمي لرلې وي ممکن تاسې ته په ارثي توګه انتقال شوې وي.
– چاپېریال : بې کچې زیات لمر ته څرګندېدل، ځینې کیمیاوي توکو ته په ځانګړې توګه کوم چې کرنه کې کاریږي څرګندېدل، سګرټ خپله څښول یا یې لوګی تنفس کول، ځینې ویروسي او باکتریایي ناروغۍ په دې کې کورونا ویروس هم شامل دی
– قوم : د ایمني سیستم ځینې بې نظمۍ ممکن په یوه قوم کې تر نورو زیاته وي د بېلګې په توګه د اروپا او متحده ایالتونو سپین پوسته خلک د نورو قومونو په پرتله د ایمني سیستم داسې بې نظمي پیدا کوي کومه چې په عضلو برید کوي خو په ورته وخت کې لوپوس بیا هسپانویانو، تورپوستو او د لاتیني امریکا په خلکو کې رامنځته کیږي.
– خواړه : خواړه مو هم د ایمني سیستم بې نظمي سختولی شي او د ایمني سیستم بې نظمي درکې پیدا کولای شي.
– زیات وزن کولای شي په تاسې کې د ایمني سیستم بې نظمي پیدا کړي.
– د ایمني سیستم یوه بې نظمي کولای شي تاسې کې د ایمني سیستم د بلې نظمي لامل شي.

د ایمني سیستم د بې نظمي علایم
– ستړیا
– د سر چکر او ګنګس کېدل
– کمه تبه
– عضلو کې درد
– پړسوب
– په تمرکز کې ستونزه
– پښو او لاسونو کې ستنې ستنې کېدلو احساس
– د وېښتو توېدل
– په پوستکي کې بخار پیدا کېدل

د ایمني سیستم په ځینې بې نظمیو کې چې په دې کې سورایاسیس او روماټویډ هم شامل دي علایم یې ښه کیږي او نا څاپه بېرته راڅرګندیږي. ځینې ایمني سیستمونه خپل جلا علایم لري او ډېری وخت یې علایم له هغه سیستم سره تړاو لري کوم چې اغیزمن شوی وي د بېلګې په توګه د شکر ۱ ډول کې بې کچې زیاته تنده او د وزن له لاسه ورکول.

تر ټولو ډېر عام د ایمني سیستم بې نظمۍ :

۱ – د شکر ۱ ډول : ستاسې لوزالمعده د انسولین په نوم هورمون تولیدوي او یاد هورمون مو د وینې بوره تنظیم کوي، که چېرې تاسې د شکر ۱ ډول ولرئ نو د بدن ایمني سیستم مو هغو حجرو باندې برید کوي کومې چې د انسولین هورمون تولیدوي، په وینه کې د بورې لوړه کچه د بدن غړي او رګونه ویجاړوي په دې کې زړه، عصبي ریښې، سترګې او پښتورګي هم شامل دي.

۲ – روماټویډ ارتریټیس : ستا ایمني سیستم په مفصلونو برید کوي او په مفصلونو کې پړسوب، نیول کېدنه او درد ورسره پیدا کیږي. ډیری کسان یې په زاړه عمر کې پیدا کوي خو په ۳۰ کلنۍ کې هم پرې اخته کېدای شئ؛ په ماشومانو کې هم وده کولای شي.

۳ – سوریاسیس / سوریا ټیک ارتریټیس : په دې بې نظمۍ کې د پوستکي حجرې وده کوي خو کله چې نوره اړتیا نه وي ورته نو په توېدلو پیل کوي، سوریاسیس په پوستکي کې د حجرو چټکې زیاتېدنې لامل کیږي او اضافي حجرې یې د خالونو شکل کې سره یوځای کیږي. د چاپونو او خالونو رنګ سور ته ورته وي خو خروکی یې سپین وي او که چېرې د کس رنګ تور وي نو د چاپ رنګ یې بانجاني او د خروکي رنګ یې خړ وي. تر ۳۰ % کسان کوم چې سوریاسیس لري ورسره سوریا ټیک ارتریټیس هم پیدا کوي کوم چې په مفصلونو کې د کلکوالي، پړسوب او درد لامل کیږي.

۴ – څوګونی سکلېروسیس : د عصابو په مرکزي سیستم کې د مایلېن په نامه د عصبي حجرو پوښ له منځه وړي، د مایلېن ویجاړېدنه د مغز او شوکي نخاع ترمنځ او له بدن څخه یادو برخو ته د پیغامونو د انتقال سرعت ورو کوي، د پیغامونو د انتقال سرعت کې وروالی د بې حسي، کمزورتیا، په توازن او قدم کې د ستونزې لامل کیږي.

۵ – سیسټیمېک لوپوس اېرېتېما ټوسوس : په ۱۸۰۰ لسیزه کې ډاکټرانو د پوستکي ناروغي ګڼلې وه او لامل یې دا وو چې بخار ورسره پیدا کیږي خو د ایمني سیستم دا بې نظمي مو په مغز، زړه، پښتورګو او مصفلونو هم برید کوي. علایم یې ستړیا، بخار او مفصلونو کې درد وي.

۶ – د اډیسن ناروغي : په ادرېنال مرغړیو اغیز کوي، یاد مرغړي کورټیزول، الډوسټېرون او انډروجېن هورمونونه تولیدوي. که چېرې مو بدن کې کورټیزول کم تولید شي نو بدن کې د بورې او کاربوهاېډرېټ په کارېدنې او د زخیره کېدنې په څرنګوالي اغیز کوي. که چېرې کم الډوسټېرون تولید شي نو بدن کې مو سودېم کمیږي او پوتاسیم پکې بې کچې زیاتیږي. علایم یې ستړیا، کمزورتیا، د وزن کمېدل او وینه کې د بورې کمی دی.

۷ – د ګریو ناروغي : د تایرویډ په مرغړي اغیز کوي او تایرویډ مرغړی مو بې کچې زیات هورمون تولیدوي، یاد هورمون مو د بدن د انرژي د کارېدو کنټرول کوي کوم ته چې میټابولېزم نوم اخیستل کیږي. علایم یې د زړه تېز ضربان، له تودوخې سره حساسیت، د وزن کمېدل، د تایروډ مرغړي پړسوب وي. ځینې کسان ممکن په پوستکي او سترګو کې هم د ایمني سیستم بې نظمي ورسره پیدا کړي.

۸ – د سیوګرن ناروغي : په هغو مرغړیو اغیز کوي کوم چې خوله او سترګې لانده ساتي، په خولې او سترګو کې وچوالی ورسره پیدا کیږي، ممکن په مفصلونو او پوستکي هم اغیز وکړي.

۹ – د هشیموټو تایرویډیټیس : د تایرویډ هورمون پکې کم تولیدیږي، علایم یې د وزن زیاتېدل، له سړو سره حساسیت، ستړیا، د وېښتو توېدل او د تایرویډ پړسوب وي.

۱۰ – مایاستېنیا ګراویس : د عصابو په هغه ضربان اغیز کوي کوم چې له مغز سره د عضلو په کنټرول کې مرسته کوي. کله چې له عصابو عضلو ته پیغام رسولو او ترلاسه کولو کې توازن نشته وي نو سګنالونه د عضلو د اړیکې لپاره هدایت نشي کولای. په علایمو کې تر ټولو عام یې د عضلو کمزورتیا ده کومه چې له فعالیت سره نوره هم ډېرېږي او له استراحت سره ښه کیږي. له دې پرته د سترګو په خوځښت، د سترګو په رپېدا، د خوړو په تېرولو او د مخ په خوځښت هم اغیز کوي.

۱۱ – سیلیاک ناروغي : کوم کسان چې د ایمني سیستم دا بې نظمي ولري دوي هغه خواړه نشي خوړی کوم چې ګلوټېن لري – ګلوټېن د پروتینو یو ډول دی او په غنمو، اوربشو او نورو غلو کې وي. کله چې وړې کولمې
کې ګلوټېن موجود وي ایمني سیستم په وړې کولمې
برید کوي او پړسوب پکې پیدا کوي، که چېرې دا کسان ګلوټېن لرونکي خواړه وخوري نو کانګې کوي، نس ناستی ورته پیدا کیږي، قبضیت کیږي او وینه ترې بهیږي.

۱۲ – اوټواېمیون واسکولیټیس : کې مو ایمني سیستم د وینې په رګونو برید کوي او پایله کې یې په رګونو کې پړسوب پیدا کیږي او د وینې جریان پکې کمیږي.

۱۳ – پېرنیشیز انیمیا : بدن مو د (intrinsic factor) په نامه ماده نه جوړوي او کموالی یې په وړو کلمو کې له خوړو څخه د ویټامین بي ۱۲ جذب کموي او د وینې د سرو حجرو د کمېدو لامل کیږي.

Sidebar



Share
Hide Buttons