د کولمې د پړسوب ناروغي او داپل لاسي ساعت او د اکسیجن خونې

د کولمې د پړسوب د ناروغي د تشخیص او درملنې لپاره په نویو طریقو غور کیږي تر څو د ټپ کولایټېس او د کرون ناروغي په څېر حالتونه په پیل کې تشخیص او درملنه یې وشي، د تشخیص او درملنې لپاره یې د اغوستو وړ توکي لکه اپل زیرک ساعت او د اکسیجن خونې وړاندیز شوي. د روغتیا مسلکي کار کوونکي د یادو هڅو په اړه خوشبینه دي او ګمان کوي چې که چېرې د ۲۰۲۴ کال پورې د څېړنو پایلې خپرې شي نو د میلیونونو کسانو ژوند کې ښه والی رامنځته کولای شي او په دې اند دي چې راتلونکې لسیزه کې به یې درملنه د اوس په څېر نه وي.

د کولمې د پړسوب د ناروغي مدیریت کې د اغوستو وړ توکو کې یو اپل زیرک ساعت هم دی. اوسمهال یې تشخیص د غایطه موادو په ازموینه، د وینې په ازموینه، په انځوریزې ازموینه او اېنډوسکوپي کیږي. د اغوستو وړ توکو کې بیا امکان لري چې د فزیولوجیکي مېټرېکس ازموینه دوامداره وي او ورسره د زړه د نرخ تغیر ته هم کتنه ورسره وشي.

د انسان په کلمه کې د پړسوب له ناروغي مخکې، په خودمختاره فعالیتونو کې بدلون رامنځته کیږي، دا بدلونونه کولای شي د اروایي حالت د انتقال وړاندوینه وکړي او د (SARS-CoV-2 infection) په شمول کولای شي په کلمه کې د پړسوب ناروغي هم په ګوته کړي. دا بنسټیزې او لمړنۍ څېړنې ښي چې د دې امکان شته چې د اغوستو وړ توکو باندې د کولمې د پړسوب د ناروغي وړاندوینه او تشخیص وکړو.

په کلمه کې د پړسوب د ناروغي علایم په هر انسان کې توپیر لري او له همدې امله یې تشخیص هم ننګونکې چاره وي خو د ناروغي له زیاتېدنې سره سټرس او د زړه په نرخ کې بدلون مل وي. که چېرې ناروغي پیل کې وي نور درملنه او کنټرول یې اسان دی.

د کرون د ناروغي لپاره د اکسیجن درملنه
په انګرېزۍ کې د (hyperbaric) مانا “ګاز د فشار حالت کې” ده. دې ډول درملنې ته (Hyperbaric oxygen therapy) نوم اخلي، لنډیز یې (HBOT) دی او مانا یې “د اکسیجن په فشار درملنه” ده. د درملنې دا ډول د کرون د ناروغي لپاره کاریږي. د کرون ناروغي په کلمه کې د پړسوب د ناروغي یو ډول دی. په دې درملنه کې چېمبر یا خونې ته ۱۰۰ % د فشار لاندې اکسیجن لېږدول کیږي، په نسجونو کې د اکسیجن کچه ورسره لوړیږي او پړسېدلې لارې ورسره تنظیم کیږي.

Sidebar



Share
Hide Buttons