د کولمې د پړسوب ناروغي د ایمني سیستم بې نظمي ده ؟
د کولمې د پړسوب ناروغي کې دوه روغتیايي حالتونه موجود وي او دواړه د هاضمې کانال کې پړسوب پیدا کوي یو یې د کرون ناروغي ( Crohn’s disease) او بله السېرېټیو کولایټېس (ulcerative colitis) دی. د کرون ناروغي په لمړي ځل ډاکټر بورېل کرون (Burrill Bernard Crohn) په کال ۱۹۳۲ کې تشرېح کړې او له همدې یې د کرون نوم ورکړی دی. په (ulcerative colitis) کې د (ulcerative) کلیمې مانا “د ټپ او یا د ټپ اړوند، له ټپ اغیزمن شوی” ده او د (colitis) مانا د کولمې استر کې پړسوب ته وایي.
په ۲۰۱۵ کال کې، په متحده ایالتونو کې، په هرو سلو کسانو کې ۱۳ کسانو د کولمې د پړسوب ناروغي لرله کوم چې تقریبا درې میلیونه کسان کیږي. څېړنو تر اوسه دا نه ده موندلې چې څه د کولمې د پړسوب ناروغي پیدا کوي خو څېړونکي په دې پوهېدلي چې د ایمني سیستم نامناسب غبرګون دی کوم چې د هاضمې کانال کې پړسوب پیدا کوي. اوس پوښتنه داده چې د کولمې د پړسوب ناروغي د ایمني سیستم بې نظمي ده ؟ د ایمني سیستم له بې نظمي سره ورته والی لري خو د ایمني سیستم له بې نظمي سره کمه اندازه توپیر هم لري. دواړو باندې لاندې روښنایي اچول شوې.
د ایمني سیستم بې نظمي څه ده ؟
ستاسې ایمني سیستم ستاسې بدن له هغو مکروبونو ژغوري کوم چې د ناروغۍ لامل کیږي او له هغو زیان اړونکو توکو مو ساتنه کوي کوم چې چاپېریال کې موجود وي. ایمني سیستم هغه وخت فعاله کیږي کله چې بدن کې داسې څه احساس کړي کوم چې د بدن برخه نه وي. بدن کې دې بهرنیو توکو ته انټي جېن نوم اخلي. کله هم چې یو انټي جېن یا بدن کې بهرني توکي وپېژندل شي نو ایمني سیستم په کار پیل کوي تر څو غبرګون چمتو او تولید کړي، موخه یې د انټي جېن بدن ته له زیان اړولو مخکې خنثی کول وي. خو کله نا کله ایمني سیستم تېروتنه کوي او د بدن روغتیا لرونکو حجرو ته د انټي جېن یا بهرنیو توکو ګمان کوي او همدې ته د ایمني سیستم بې نظمي وایي. تر اوسه پورې تر ۸۰ زیاتې د ایمني سیستم بې نظمۍ پېژندل شوي او ځینې ډېرې پېښېدونکې یې لاندې یادې شوي.
تر ټولو ډېر عام د ایمني سیستم بې نظمۍ :
۱ – د شکر ۱ ډول : ستاسې لوزالمعده د انسولین په نوم هورمون تولیدوي او یاد هورمون مو د وینې بوره تنظیم کوي، که چېرې تاسې د شکر ۱ ډول ولرئ نو د بدن ایمني سیستم مو هغو حجرو باندې برید کوي کومې چې د انسولین هورمون تولیدوي، په وینه کې د بورې لوړه کچه د بدن غړي او رګونه ویجاړوي په دې کې زړه، عصبي ریښې، سترګې او پښتورګي هم شامل دي.
۲ – روماټویډ ارتریټیس : ستا ایمني سیستم په مفصلونو برید کوي او په مفصلونو کې پړسوب، نیول کېدنه او درد ورسره پیدا کیږي. ډیری کسان یې په زاړه عمر کې پیدا کوي خو په ۳۰ کلنۍ کې هم پرې اخته کېدای شئ؛ په ماشومانو کې هم وده کولای شي.
۳ – سوریاسیس / سوریا ټیک ارتریټیس : په دې بې نظمۍ کې د پوستکي حجرې وده کوي خو کله چې نوره اړتیا نه وي ورته نو په توېدلو پیل کوي، سوریاسیس په پوستکي کې د حجرو چټکې زیاتېدنې لامل کیږي او اضافي حجرې یې د خالونو شکل کې سره یوځای کیږي. د چاپونو او خالونو رنګ سور ته ورته وي خو خروکی یې سپین وي او که چېرې د کس رنګ تور وي نو د چاپ رنګ یې بانجاني او د خروکي رنګ یې خړ وي. تر ۳۰ % کسان کوم چې سوریاسیس لري ورسره سوریا ټیک ارتریټیس هم پیدا کوي کوم چې په مفصلونو کې د کلکوالي، پړسوب او درد لامل کیږي.
۴ – څوګونی سکلېروسیس : د عصابو په مرکزي سیستم کې د مایلېن په نامه د عصبي حجرو پوښ له منځه وړي، د مایلېن ویجاړېدنه د مغز او شوکي نخاع ترمنځ او له بدن څخه یادو برخو ته د پیغامونو د انتقال سرعت ورو کوي، د پیغامونو د انتقال سرعت کې وروالی د بې حسي، کمزورتیا، په توازن او قدم کې د ستونزې لامل کیږي.
۵ – سیسټیمېک لوپوس اېرېتېما ټوسوس : په ۱۸۰۰ لسیزه کې ډاکټرانو د پوستکي ناروغي ګڼلې وه او لامل یې دا وو چې بخار ورسره پیدا کیږي خو د ایمني سیستم دا بې نظمي مو په مغز، زړه، پښتورګو او مصفلونو هم برید کوي. علایم یې ستړیا، بخار او مفصلونو کې درد وي.
۶ – د اډیسن ناروغي : په ادرېنال مرغړیو اغیز کوي، یاد مرغړي کورټیزول، الډوسټېرون او انډروجېن هورمونونه تولیدوي. که چېرې مو بدن کې کورټیزول کم تولید شي نو بدن کې د بورې او کاربوهاېډرېټ په کارېدنې او د زخیره کېدنې په څرنګوالي اغیز کوي. که چېرې کم الډوسټېرون تولید شي نو بدن کې مو سودېم کمیږي او پوتاسیم پکې بې کچې زیاتیږي. علایم یې ستړیا، کمزورتیا، د وزن کمېدل او وینه کې د بورې کمی دی.
۷ – د ګریو ناروغي : د تایرویډ په مرغړي اغیز کوي او تایرویډ مرغړی مو بې کچې زیات هورمون تولیدوي، یاد هورمون مو د بدن د انرژي د کارېدو کنټرول کوي کوم ته چې میټابولېزم نوم اخیستل کیږي. علایم یې د زړه تېز ضربان، له تودوخې سره حساسیت، د وزن کمېدل، د تایروډ مرغړي پړسوب وي. ځینې کسان ممکن په پوستکي او سترګو کې هم د ایمني سیستم بې نظمي ورسره پیدا کړي.
۸ – د سیوګرن ناروغي : په هغو مرغړیو اغیز کوي کوم چې خوله او سترګې لانده ساتي، په خولې او سترګو کې وچوالی ورسره پیدا کیږي، ممکن په مفصلونو او پوستکي هم اغیز وکړي.
۹ – د هشیموټو تایرویډیټیس : د تایرویډ هورمون پکې کم تولیدیږي، علایم یې د وزن زیاتېدل، له سړو سره حساسیت، ستړیا، د وېښتو توېدل او د تایرویډ پړسوب وي.
۱۰ – مایاستېنیا ګراویس : د عصابو په هغه ضربان اغیز کوي کوم چې له مغز سره د عضلو په کنټرول کې مرسته کوي. کله چې له عصابو عضلو ته پیغام رسولو او ترلاسه کولو کې توازن نشته وي نو سګنالونه د عضلو د اړیکې لپاره هدایت نشي کولای. په علایمو کې تر ټولو عام یې د عضلو کمزورتیا ده کومه چې له فعالیت سره نوره هم ډېرېږي او له استراحت سره ښه کیږي. له دې پرته د سترګو په خوځښت، د سترګو په رپېدا، د خوړو په تېرولو او د مخ په خوځښت هم اغیز کوي.
۱۱ – سیلیاک ناروغي : کوم کسان چې د ایمني سیستم دا بې نظمي ولري دوي هغه خواړه نشي خوړی کوم چې ګلوټېن لري – ګلوټېن د پروتینو یو ډول دی او په غنمو، اوربشو او نورو غلو کې وي. کله چې وړې کولمې کې ګلوټېن موجود وي ایمني سیستم په وړې کولمې برید کوي او پړسوب پکې پیدا کوي، که چېرې دا کسان ګلوټېن لرونکي خواړه وخوري نو کانګې کوي، نس ناستی ورته پیدا کیږي، قبضیت کیږي او وینه ترې بهیږي.
۱۲ – اوټواېمیون واسکولیټیس : کې مو ایمني سیستم د وینې په رګونو برید کوي او پایله کې یې په رګونو کې پړسوب پیدا کیږي او د وینې جریان پکې کمیږي.
۱۳ – پېرنیشیز انیمیا : بدن مو د (intrinsic factor) په نامه ماده نه جوړوي او کموالی یې په وړو کلمو کې له خوړو څخه د ویټامین بي ۱۲ جذب کموي او د وینې د سرو حجرو د کمېدو لامل کیږي.
د کولمې د پړسوب ناروغي او ایمني سیستم
په انګرېزۍ کې د (immune-mediated inflammatory diseases ) مانا “د ایمني سیستم له امله رامنځته شوی پړسوب دی لنډیز یې (IMIDs) دی. دا ډول پړسوب د ایمني سیستم د غبرګون له امله رامنځته کیږي او اوږدمهاله وي. په کلمه کې د پړسوب له ناروغي پرته سا بندي او د حساسیت نور روغتیايي حالتونه هم د ایمني سیستم بې نظمي ګڼل کېدای شي.
په کلمه کې د پړسوب ناروغي په جنتیکي توګه حساس کس کې د چاپېریال محرک (چاپېریال کې داسې توکو ته چې د ایمني سیستم غبرګون پاروي یا تولیدوي) ته د ایمني سیستم غبرګون دی. دا چاره د هاضمې کانال کې پړسوب پیدا کوي. علایم یې لاندې یاد شوي :
– ګېډه کې درد
– نس ناستی کوم کې چې ممکن وینه یا بلغم هم شته وي
– د وزن کمېدل
– ستړیا
– کمه تبه
ستا د هاضمې کانال کې بې کچې زیات انټي جېن یا بهرني توکي موجود وي او په دې کې کوم خواړه چې تاسې خورئ، کوم درمل چې تاسې کاروئ او ګټورې باکتریا کوم ته چې کومېنسال (commensals) نوم اخلي شامل دي. کومېنسالس باکتریا ستاسې د هاضمې د کانال د روغتیا لپاره بې کچې زیاتې اړینې دي ځکه چې هاضمه کې مرسته کوي او د هاضمې کانال مو له هغو مکروبونو ساتي کوم چې ناروغۍ پیدا کوي. معمولا ایمني سیستم پورته یاد شوي انټي جېن پېژني او د برید په ځای یې زغمي او د زیان نه اړونکو ګمان ورته کوي.
کله چې د هاضمې کانال کې ایمني سیستم بې زیانه انټي جېن ته د زیان اړونکو ګمان وکړي د کولمې همدې برخه ته د ایمني سیستم حجرې تګ کوي او کوم څه چې ورته خطر ښکاره شوی وي له منځه یې وړي. ډېری وخت ورسره د هاضمې د کانال استر هم زیان ویني. کوم کسان چې د کولمې د پړسوب ناروغي لري په کلمو کې یې د ګټورې باکتریا په توازن کې هم بدلون راځي. د باکتریا په توازن کې بدلون ته ډېس بیوسېس (dysbiosis) وایي.
په کولمې کې د پړسوب د ناروغي لاملونه د ایمني سیستم د غبرګون، چاپېریالي فکتورونو او جنتیک ترکیب دی.
جنتیک مو ممکن مخکې له مخکې زیان مننونکی کړي. که چېرې د یو کس کورنۍ کې څوک د کولمې د پړسوب ناروغي لري نو تر نورو یې پنځه ځلې پرې د اخته کېدو خطر زیات وي. څېړنو هغو جېنونو ته کتنه کړې کوم چې په کولمه کې د پړسوب له ناروغي سره تړاو لري او د رامنځته کولو بهیر کې ونډه اخلي او د هاضمې کانال کې د پړسوب پیدا کولو لپاره اړین دي. دا جېنونه د ایمني سیستم له تنظیم سره، د هاضمې د کانال له استر سره، د میکروب ضد دفاع او د حجرو ویجاړونکي سټرس سره تړاو لري.
د کولمو د پړسوب ناروغي باندې اخته کېدل له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۷ پورې خپل اوج ته رسېدلي او تر ډېره په پرمختللو او د زیات عاید هیوادونو کې پرې خلک اخته شوي، په لمړي سر کې متحده ایالتونه او انګلستان دی. په چاپېریالي فکتورونو کې ځینې لاملونه لاندې یاد شوي
– د هاضمې کانال مکروبي کېدل په ځانګړې توګه د سالمونېلا له امله
– ځینې درمل لکه انتي بیوتیک او د پړسوب ضد غیرې سټېرویډي درمل او یا د اومیدوارۍ مخنیونکي هورموني درمل
– هغه خواړه چې زیات غوړ، بوره او غوښه لري
– سګرټ څښول د کرون ناروغي پیدا کوي
په کولمې کې د پړسوب ناروغي کولای شي تاسې کې د ایمني سیستم بله بې نظمي هم رامنځته کړي. کومو کسانو چې د کولمې د پړسوب ناروغي لرله څېړنو موندلې چې دوي کې د ایمني سیستم له لاندې یادو شوو بې نظمیو هم یوه موجوده وه :
– د شکر ۱ ډول
– ار اې
– سورایاسېس
– د سیلیاک ناروغي
– سا بندي
د کولمې د پړسوب د ناروغي درملنه
د درملنې موخه یې ستاسې د هاضمې کانال کې د پړسوب کمول وي تر څو تاسې له کړېدو وژغوري او د ناروغۍ د ادامې د بهیر مخه ونیسي. درمل کارول یې د درملنې تر ټولو اړینه برخه ده. د درملنې لپاره یې چې کوم درمل کاریږي ځینې یې لاندې یاد شوي :
– امینو سیلي سیلېټونه لکه مېسالامین او سولفېسېلېزین
– کورټي کوسټېرواېډونه لکه پرېډنیزون
– د ایمني سیستم د غبرګون نسکورونکي درمل لکه ازاتیوپرین او ۶-مېرکاپتوپیرین
– بیولوجیکي لکه اډالي مماب (هومیرا) اېنفلېکسي ماب (ریمیکاډ)
نورې داسې چارې هم شته چې درملنه کې یې مرسته کوي لکه جراحي د هاضمې کانال کې د پړسېدلې برخې پرې کول، د کلمې استراحت، د هغو خوړو نه کارول کوم چې د کولمې د پړسوب لامل کیږي، کم خواړه خو ډېر ځلې خوراک کول، که چېرې مو کولمه خواړه سم نشي جذب کولای نو ویټامینونه او منرالونه کارول.