د کولمې د پړسوب د ناروغي دوه ډولونه او خپله کې یې توپیر

په انګرېزۍ کې د کولمې د پړسوب ناروغي ته (inflammatory bowel disease) نوم اخلي او هریو ډول ته یې (Crohn’s disease) او (ulcerative colitis) نومونه اخلي. په دواړو ډولونو کې د بدن ایمني سیستم غېرې نورمال غبرګون ښي او ځینې علایم یې یو بل ته ورته دي خو یو بل سره لوی توپیر هم لري لکه د هاضمې په کانال کې د پړسوب موقیعت او درملنې ته غبرګون. د دواړو په توپیر پوهېدل یې ناروغ سره مرسته کوي چې خپل علایم په سمه توګه ډاکټر ته ووایي او تشخیص یې ممکن کړي.

لاندې جدول کې یې ورته والی او توپیر په ګوته شوی

د کرون علایم د یو سي علایم ګډ علایم د کرون درملنه د یو سي درملنه
د مفصلونو درد ناڅاپه رفع حاجت ته اړتیا پیدا کېدل وزن کمېدل سټېرویډونه (موقتي)
بیولوجیکي درملنه
انتي بیوتیک (که چېرې د عفونیت یا فیستولاس له امله ریم جمع شوی وي)
سټېرویډونه (موقتي)
بیولوجیکي درملنه
انتي بیوتیک (که چېرې د عفونیت یا فیستولاس له امله ریم جمع شوی وي)
فیستولاس یا غیرې نورمال پرانیستل شوې برخه بې اشتیا کېدل ستړیا د ایمني سیستم تنظیم کوونکي لکه ازاتیوپرین او ۶-اېم پي
امینو سېلې سېلېټونه لکه ۵-اې اېس اې
د ایمني سیستم تنظیم کوونکي لکه ازاتیوپرین او ۶-اېم پي
امینو سېلې سېلېټونه لکه ۵-اې اېس اې
په پوستکي کې روغتیایي حالتونه نري غایطه مواد د ګېډې درد ډېر کم وخت یې درملنه په جراحي کیږي جراحي یا عملیات

د شلمې پېړۍ په پیل کې د یادې ناروغي حالتونه ډېر کم وو او لامل یې ښارونو او شخصي ژوند کې روغتیا ته پاملرنه وه. اوس هم په ټوله نړۍ کې عام رامنځته کېدونکي حالتونه نه دي بلکې یوازې په متحده ایالتونو او انګلستان کې عام دي.

په دې ډول ناروغانو کې ایمني سیستم خوړو، ګټورې باکتریا یا نورو بهرنیو توکو ته د زیان اړونکو ګمان کوي او په غبرګون کې د کولمو استر ته د وینې سپینې حجرې لېږدوي او پایله کې اوږدمهاله پړسوب رامنځته کوي. دوه ډولونه یې (Crohn’s disease and ulcerative colitis) عام دي او کم پېښېدونکي ډولونه یې لاندې یاد شوي :

microscopic colitis
diverticulosis-associated colitis
collagenous colitis
lymphocytic colitis
Behçet’s disease

د کولمې د پړسوب ناروغي هر عمر کې پیدا کېدای شي خو ډېری خلکو کې له ۳۵ کلنۍ مخکې تشخیص کیږي. له دې پرته په سین پوستو کې او هغو کسانو کې چې خوړو کې ډېر غوړ کاروي زیاته پیدا کیږي. صنعتي هیوادونو کې، د شمال په اقلیم کې او ښارونو کې تر نورو سیمو زیات دی. له چاپېریالي فکتورونو پرته جنتیکي فکتورونه هم اړین رول پکې لري او له همدې امله پېچلې بې نظمي ګڼل کیږي. درملنه نه لري او ممکن ټول ژوند کې بیا ځلې رامنځته کېدل ادامه ولري. درملنه یې یوازې د علایمو ارامول دي. عصري درملنه ناروغ ته د نورمال ژوند د ادامې وړتیا ورکوي.

د کرون ناروغي کې له خولې نیولې تر مقعد پورې هره برخه کې پړسوب پیدا کېدای شي خو ډېری وخت د وړو کولمو په پای کې او یا د غټې کولمې په پیل کې رامنځته کیږي. علایم یې دوامداره نس ناستی، کله نا کله قبضیت، د ګېډې درد، تبه، په غایطه موادو کې وینه، ستړیا، په پوستکي کې روغتیایي حالتونه، د مفصلونو درد، بې اشتیا کېدل، د وزن له لاسه ورکول او فیستولاس یا د هاضمې د کانال په استر کې سوریان وي.

د کرون ناروغي په سترګو، ځیګر او مفصلونو اغیز لري او علایم یې له خوړو وروسته ځواکمن کیږي او له همدې امله ناروغ خواړه نه خوري او له خوراک ډډه کول یې د وزن د کمېدولامل کیږي. په کولمو کې ټپ رامنځته کولای شي او د کولمو د بندېدو لامل کېدای شي. همداسې د کولمې په استر کې سوري ته ورته ټپ رامنځته کولای شي کوم ته چې فیسټولاس نوم اخلي. د کرون ناروغي د کولمې د سرطان خطر هم زیاتوي او له همدې امله باید پرې اخته ناروغان هر کال کولونوسکوپي وکړي.

د علایمو ارامولو لپاره یې تر ټولو اغیزمنه طریقه د درملو کارول دي :
– سټېرویډونه (په موقتي توګه)
– انتي بیوتیک (که چېرې عفونیت او ټپ موجود وي)
– د ایمني سیستم تنظیم کوونکي لکه ازاتیوپرین او ۶-اېم پي
– امینو سېلې سېلېټونه لکه ۵-اې اېس اې
– بیولوجیکي درملنه
– په ځینې حالتونو کې ممکن جراحي ته هم اړتیا پیدا شي

السېرېټیو کولایټېس یا د غټې کولمې پړسوب او ټپي کېدنه ؛ د غټې کولمې په استر اغیز کوي او د کولمې په استر کې د پړسوب لامل کیږي. علایم یې ګېډه کې درد، نري غایطه مواد، ناڅاپه رفع حاجت ته اړتیا پیدا کېدل، ستړیا، بې اشتیا کېدل او د وزن کمېدل دي.

که چېرې د غټې کولمې ښکته کېدونکې برخه کې او پای کې پړسوب وي نو د (Left-sided colitis) نوم ورته اخلي، که چېرې یوازې د غټې کولمې پای کې پړسوب وي نو علایم یې نرم وي او د (Ulcerative proctitis) نوم ورته اخلي، که چېرې ټولې غټې کولمې کې پړسوب وي نو (Extensive colitis) نوم ورته اخیستل کیږي. ټول هغه درمل کوم چې د کرون د ناروغي لپاره کاریږي په غټه کولمه کې هم د پړسوب لپاره کاریږي. که چېرې په درملو یې درملنه نا ممکنه وي نو جراحي یې اړینه ده او که چېرې یې درملنه ونشي نو غټې کولمه کې سوریان پیدا کوي، په ځیګر کې ستونزې پیدا کوي، د وینې د کمېدو لامل کیږي، د هډوکو کمزورتیا رامنځته کوي، په کولمه کې سرطان پیدا کوي.

 

 

Sidebar



Share
Hide Buttons