د کولمې د پړسوب ناروغي او له ځان سره د مرستې لارې چارې

د کولمې د پړسوب د ناروغي د علایمو بېرته را ګرځېدلو کې ممکن د سټرس مدیریت او د کار پرېښودل یا رخصت کول له تاسې سره مرسته وکړي خو که علایم یې ځواکمن وي نو درملنې ته اړتیا لري. که چېرې تاسې د کولمې د پړسوب ناروغي لرئ نو اړینه ده چې داسې څوک هم ولرئ کوم چې د علایمو د بېرته را ګرځېدو پر مهال تاسې سره مرسته کولای شي، همداسې په خپله هم د ځان خیال وساتئ. لاندې اووه داسې لارې چارې یادې شوي کومې چې له تاسې سره د علایمو په مدیریت کې مرسته کوي.

۱ – له هغو کسانو سره یې په اړه خبرې وکړئ په کومو چې تاسې باور لرئ : د باور وړ نږدې کس سره خبرې یوازې په تاسې کې د علایمو فشار نه کموي بلکې نږدې کس کې ستاسې د روغتیا په اړه پوهاوی هم رامنځته کوي او که چېرې ناڅاپه تاسې د علایمو بېرته راګرځېدل تجربه کړئ نو یاد کس تاسې ته په مناسبه طریقه د مرستې وړاندیز کولای شي او په مناسبه طریقه مو مرسته کولای شي. که چېرې تاسې د باور وړ کس لرئ نو د خپلو علایمو په اړه ورته ووایئ او په دې یې پوه کړئ چې کوم ډول مرستې ته اړتیا لرئ.

۲ – ډاکټر ته ولاړ شئ : که چېرې مو د علایمو بېرته راګرځېدل ډېر ځواکمن وي او کولمه کې مو د وینې جریان پیدا شي، بې کچې زیات د ګېډې نیول کېدو ته ورته درد احساس کړئ، دوامداره نس ناستی احساس کړئ او له امله یې ستاسې بدن کې اوبه کمې شي او تبه ورسره ولرئ نو سملاسي روغتون ته تلل مو اړین دي.

۳ – له کاره رخصت وکړئ : که چېرې مو علایم بېرته راوګرځي نو ستاسې بدن ارام ته اړتیا لري تر څو بېرته ځان ترمیم کړي. له خپل ډاکټر تصدیق واخلئ او د کار ځای ته یې وسپارئ. د کولمې د پړسوب ناروغي تاسې کافي سټرس کوي او دې وخت کې تاسې په هېڅ وجه اضافي سټرس ته اړتیا نه لرئ.

۴ – ژوند کې سټرس را کم کړئ : سټرس ستاسې د هاضمې په کانال منفي اغیز لري. کله مو هم چې علایم بېرته راوګرځي نو څومره چې امکان لري خپل سټرس کم کړئ. هر هغه څه مو چې سټرس کوي له خپل ژوند څخه یې د علایمو پر مهال لرې کړئ لکه ټولنیزې رسنۍ، تلویزیون کې خبرونه، سر تمبه خلک، د بل کار کې کار لرونکي. د سټرس کمولو لپاره سپورت هم ډېر ګټور دی.

۵ – هغه څه ځان سره ولره کوم چې تا کې ښه احساس پیدا کوي : لکه چای، د ګرمو اوبو بوتل، د درد ارامونکي، ځان مینځل، کتاب او داسې نور.

۶ – د خپل ځان خیال ساتنه : د هر ناروغ عادتونه له بل سره توپیر لري د بېلګې په توګه د علایمو پر مهال یو میوې او سبزي خوړلو ته مخه کوي خو بل یې اصلا نشي زغملی. د علایمو پر مهال دا اړینه ده چې خپل ځان تغذیه کړئ د خوراک تر څنګ کافي څښاک هم وکړئ. خپل ځان له وږي کېدو او تندې وژغورئ. که چېرې زیات خوراک نشئ کولای نو کم خوراک هم کافي دی.

۷ – داسې خلک پیدا کړئ کوم چې تاسې درک کولای شي.

Sidebar



Share
Hide Buttons