د کرون ناروغي علایم
د کولمې د پړسوب د ناروغي د بل حالت (یو سي) په پرتله د کرون د ناروغي تشخیص ستونزمن وي، لامل یې دا دی چې د کرون ناروغي د هاضمې د کانال په یوه برخه کې نه وي بلکې له خولې تر مقعد پورې هره برخه کې امکان لرلای شي، همداسې د هاضمې د کانال هره برخه کې یې علایم توپیر لري.
عام علایم یې نس ناستی، وزن کمېدل، د ګېډې نیول کېدنه، بې انرژي کېدل دي. ګېډه کې له خوراک پس معولا یو ساعت پس درد پیل کیږي، درد تر ډېره پورې د ګېډې ښي اړخ او لاندې برخه کې وي، د ګېډې کمه اندازه پړسېدنه او ګوړګوګوړهاری هم پکې عام وي او ممکن له خوړو سره یې پړسوب او ګېډه کې غږ تړاو ولري. که چېرې پړسوب یوازې د ګېډې یوه برخه کې وي، درد ولري، تبه ورسره وي یا پوستکي کې سوروالی ورسره پیدا شي نو دا د عفونیت او ټپ له امله د کولمې د بندېدو ښودونکی حالت دی او اړینه ده چې سملاسي روغتون ته ولاړ شئ. تر ۴۳ % پورې ناروغانو کې امکان لري چې له مقعد سره دانه پیدا شي.
په غټه کولمه کې د کرون ناروغي ته انګریزي کې (Crohn’s colitis) نوم اخلي. علایم یې په غټه کولمه کې له موقیعت سره تړاو لري. که چېرې پړسوب د غټې کولمې په ښي اړخ کې وي نو علایم د ګېډې نیول کېدنه او نس ناستی وي. که چېرې د کولمې په کیڼ اړخ کې وي نو له یادو علایمو سره د ناروغ په غایطه موادو کې وینه هم وي. که چېرې ناروغي د غټې کولمې پای یا رېکټم برخه کې وي نو علایم یې د کولمې د ناروغي دوېم حالت (ulcerative colitis) ته ورته وي او نس ناستي سره وینه موجوده وي، د رفع حاجت پر وخت لږ یا هېڅ غایطه مواد نه وي.
که چېرې د کرون ناروغي په وړو کولمو کې وي نو په انګریزۍ کې ورته (small bowel Crohn’s) نوم اخلي. علایم یې د ګېډې نیول کېدنه، نس ناستی او د وزن له لاسه ورکول وي. په ناروغ کې کله نا کله قبضیت هم پیدا کیږي. په وړو کولمو کې ټپ د کانګو لامل کېدای شي او وړې کولمې بندولی شي.
که چېرې وړو کولمو په پای یا اېلیم برخه کې وي نو د وړې کولمې په پای او د غټې کولمې پیل اغیز کوي. ډېری وخت کله چې په وړه کولمه کې پړسوب په ښه کېدو شي نو په غټه کولمه کې پیل کیږي خو کله چې غټه کولمه کې په ښه کېدو شي په وړه کولمه کې یې علایم بېرته راڅرګند شي.
که د کرون ناروغي د وړې کولمې په جوډینم یا ډوډینم برخه کې وي، د وړې کولمې پیل دی او له معدې سره نښتې برخه ده، نو په دواړو وړې کولمې او معدې اغیز کوي. په دې برخه کې چې کوم ناروغان د کرون ناروغي لري معمولا بې علایمو وي خو که چېرته علایم ورسره مل وي نو د هاضمې کانال په پورته برخه کې له خوړو پس راڅرګندیږي. علایم یې د خوړو پر مهال یا له خوړو پس زړه بدوالی او کانګې وي او له همدې امله ناروغ له خوړو ډډه کوي او له خوړو ډډه کول یې وزن کموي.
که چېرې د کرون ناروغي په اپنډکس، خوله یا مرۍ کې وي، د کرون دا ډول کم پېښیږي. که چېرې اپنډکس کې وي نو ممکن علایم د اپنډکس په څېر وي او نور علایم ورسره نشته وي. که چېرې مرۍ کې وي نو د مړۍ تېرولو پر وخت شاته ولیو کې ناروغ درد احساس کولای شي. د پړسوب او ټپ له امله مرۍ کې تنګوالی پیدا کیږي او له همدې امله مړۍ په مرۍ کې بندیږي. که چېرې د کرون ناروغي په خوله کې وي نو په خوله کې لوی درد کوونکی ټپ ورسره پیدا کیږي.
د کرون ناروغ کې ټپ او پړسوب پیدا کیږي او له امله یې غټه کولمه، وړه کولمه او یا مرۍ بندیږي، د هاضمې په کانال کې ورسره عفونیت پیدا کیږي او د کانال په استر کې ریم یا اوبه پټیږي، له مقعد سره نږدې دانه پیدا کیږي، فیستولا س یا د هاضمې کانال کې سوري ته ورته ټپ رامنځته کوي، په مقعد کې درز یا چاود پیدا کوي، د کولمو داخل کې وینه بهیږي، په پوستکي کې روغتیایي حالتونه پیدا کیږي، سترګو کې روغتیایي حالتونه ورسره رامنځته کیږي، په مفصلونو کې پړسوب پیدا کوي، په ځیګر یا د صفرا تونل کې پړسوب ورسره پیدا کیږي، ناروغ بې اشتیا کیږي.