مور زادي نیمګړتیاوې

کله چې ماشوم په زېلانځ کې وده کوي د ودې پرمهال په ماشوم کې رامنځته شوو روغتیایي نیمګړتیاو ته مورزادي نیمګړتیاوې وایي. مورزادي نیمګړتیاوې ممکن د پام وړ جدي او یا غیرې جدي وي. مورزادي نیمګړتیا په فزیکي جوړښت، د یوه غړي په فعالیت، په فزیکي او زهني ودې اغیز کوي. کله چې مور اومیدواره شي نو زیات شمېر نیمګړتیاوې د اومیدوارۍ تر درې میاشتو تشخیص کېدای شي، تر دې وخته پورې د ماشوم د بدن غړي د شکل اخیستو په حال کې وي. ځینې مورزادي نیمګړتیاوې بې زیانه وي خو ځینې یې اوږدمهاله درملنې او روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري او ځینې وخت د ماشوم د مړینې لامل کیږي.

څه د مور زادي نیمګړتیاو لامل کیږي ؟
لمړی لامل یې جنتیک دی، د ژوند طریقه او چلند، درېم ځینې درمل کارول او کیمیاوي توکو ته څرګندتیا ده، شپږم د اومیدوارۍ پر مهال عفونیت او اووم د یادو شوو فکتورونو ترکیب دی. د ځینې مورزادي نیمګړتیاو لاملونه په دقیقه توګه نه دي مالوم.

جنتیک
مور یا پلار ممکن بې نظمیانې خپل اولاد ته انتقال کړي. جنتيکي بې نظمۍ هغه وخت رامنځته کیږي کله چې یو جېن د بدلون له امله زیان وویني، په ځینې حالتونو کې یو جېن او یا د یو جېن برخه کمبود وي. دا نیمګړتیاوې د نر د سپرمو او د ښځې د هګیو د القاح پر مهال رامنځته کیږي او مخنیوی یې ناشونی وي.

غیرې جنتیکي لاملونه
د ځینو مورزادي نیمګړتیاو لاملونه په ګوته کول نا ممکن دي. خو ځینې عادتونه یې د رامنځته کېدو امکان ډېرولی شي لکه سګرټ څښول، د مخدره موادو کارول، د الکولو څکل. له دې پرته زهري کیمیاوي موادو ته څرګندتیا او ویروسونه هم رول پکې لري.

مور زادي نیمګړتیاوې د فعالیت، فزیکي جوړښت او ودې له مخې ډلبندي شوي. جوړښتي مور زادي نیمګړتیا کې د بدن یا یوه غړي یوه برخه نشته وي، تر ټولو عامې یې :
– د زړه نیمګړتیا (heart defects) ده او ممکن د زړه په دیوالونو یا رګونو کې ستونزه وي
– د شونډې یا تالو نیمګړتیا (cleft lip or palate) ده، په دې کې په شونډه یا تالو کې پرانیسته موجوده وي
– د شمزي مورزادي نیمګړتیا (spina bifida) ده، په دې کې شمزی وده نه کوي
– د پښو مورزادي نیمګړتیا (clubfoot) ده او په دې کې پښې داخل لور ته تاو شوې وي

فعالیتي یا د ودې مورزادي نیمګړتیا کې د بدن یو سیستم یا یو غړی نورمال فعالیت نشي کولای. ډېری وخت د ماشوم په هوښیاري یا زیرکتیا او ودې اغیز کوي ؛ تر ټولو عامې یې میټابولیک نیمګړتیاوې، حسي نیمګړتیاوې او عصبي نیمګړتیاوې دي. میټابولیک مورزادي نیمګړتیاوې د ماشوم د بدن په کیمیا کې ستونزې پیدا کوي. تر ټولو عام یې :
– ډون سېنډروم (Down syndrome) دی، په دې کې فزیکي او زهني وده ځنډېدلې وي
– د حجرې لور ناروغي (sickle cell disease) په دې کې د وینې سرې حجرې نورمال شکل نه لري
– سیسټېک فایبروسیس (cystic fibrosis) د هاضمې کانال او سږي له منځه وړي

ځینې مورزادي نیمګړتیاوې د ماشوم له زېږېدو پس تر څو میاشتو یا کلونو پورې نه محسوس کېدونکې وي خو ډیری یې د اومیدوارۍ پر مهال هم د تشخیص کېدو وړ دي او د ازموینې لپاره یې له زېږون مخکې الټراسونډ (prenatal ultrasounds) کاریږي. له دې پرته د وینې ازموینه، د امنیوسېنټي سېس (amniocentesis) ازموینه (د امنیون مایع نمونه اخیستل) هم کېدای شي. د دې ازموینو وړاندیز په ځانګړې توګه هغو ښځو ته کیږي کومې چې کورنۍ کې د مورزادي نیمګړتیاو مخینه لري.

له زېږون مخکې ازموینې د دې لپاره کیږي چې د مور داخل کې عفونیت یا داسې ستونزه وګوري کومه چې ماشوم ته زیان اړولی شي. کله چې ماشوم پیدا شي د مورزادي نیمګړتیاو د تشخیص لپاره یې ډاکټران فزیکي او د اورېدو ازموینې کوي. د (newborn screen) په نامه د ماشوم د وینې ازموینه له ډاکټر سره مرسته کوي چې د مورزادي نیمګړتیاو د علایمو له راڅرګندېدو مخکې مورزادي نیمګړتیاوې تشخیص کړي.

د مورزادي نیمګړتیاو درملنه
درملنه یې له نیمګړتیا او له کچې سره تړاو لري. د ځینې مورزادي نیمګړتیاو درملنه او سمون له زېږون مخکې او یا له زېږون پس لنډه موده کې ممکن وي. ځینې مور زادي نیمګړتیاوې د ماشوم د ژوند تر پایه پاتې کیږي او درملنه نه لري. که چېرې د مورزادي نیمګړتیا علایم نرم او کمزوري وي نو د ماشوم ژوند کې سټرس رامنځته کولای شي خو د نورمال ژوند مخه یې نه ډب کوي. خو که چېرې یې علایم سخت او ځواکمن وي لکه په (cerebral palsy or spina bifida) حالتونو کې نو د جدي ستونزې تر څنګ د مړینې هم لامل کېدای شي.

درمل : ځینې وخت کې له زېږېدو مخکې مور ته درمل نسخه کیږي تر څو له زېږېدو مخکې د ماشوم د نیمګړتیا درملنه پرې ممکنه کړي. همداسې له زېږېدو پس ماشوم ته هم درمل ورکول کېدای شي تر څو د نیمګړتیا علایم کومه جدي روغتیایي ستونزه رامنځته نه کړي.

عملیات : ځینې نیمګړتیاوې سمولی شي خو د ځینو یوازې درد ارامولی شي. کوم کسان چې جوړښتي نیمګړتیا لري پلاستیکي جراحي د ښکلا یا د روغتیا لپاره کولای شي. کوم ماشومان چې زړه کې ستونزه لري هم عملیات ته اړتیا لري.

کومې ښځې چې غواړي اومیدواره شي او په خپل ماشوم کې د مورزادي نیمګړتیاو مخه ونیسي نو له اومیدواره کېدو مخکې دې فولیک اسید او بي ویټامینونه وکاروي او د اومیدوارۍ تر ۹ میاشتې پورې دې ادامه ورکړي. له زېږون مخکې د ویټامینونو (Prenatal vitamins) سپارښتنه هم کیږي. فولیک اسید د ماشوم په شمزي او مغز کې د نیمګړتیا مخه نیسي.

له اومیدوارۍ مخکې او د اومیدوارۍ پر مهال دې که چېرې کورنۍ کې څوک سګرټ یا نور مخدره مواد کاروي له لوګي څخه ځان وساتي او خپله دې هم د درد یا بلې موخې لپاره نه کاروي. ځینې درمل که چېرې د اومیدوارۍ پرمهال مور وخوري نو ماشوم کې جدي مورزادي نیمګړتیاوې پیدا کولای شي نو له همدې امله هر درمل تر کارېدو مخکې باید د ماشوم روغتیا ورسره پام کې ونیول شي او باید د ډاکټر له مشورې پرته هېڅ درمل ونه کارول شي.

د اومیدوارۍ پر مهال ډېری واکسینونه بې زیانه دي او ځینې یې په ماشوم کې د مورزادي نیمګړتیا مخنیونکي دي. کوم واکسینونه چې له کمزوري شوي ویروس جوړ شوي وي باید اومیدوارې ښځې ته ورنکړل شي ځکه چې د ودې حال جنین ته زیان اړوي. د واکسین په اړه لمړی له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

که چېرې مور زیات وزن ولري هم یې په اولاد کې مورزادي نیمګړتیاوې رامنځته کېدای شي او له همدې امله د مور کم وزن د ماشوم د روغتیا راز ګڼل کیږي. د اومیدوارۍ پر مهال اړینه ده چې مور څو ځلې له ډاکټر سره وویني تر څو د ماشوم روغتیا ته پاملرنه وکړای شي.

Sidebar



Share
Hide Buttons