د کولمې د پړسوب د ناروغي د تشخیص لپاره کومې ازموینې کیږي ؟
د کولمې د پړسوب ناروغي هغو روغتیایي حالتونو ته وایي کوم چې په کولمه کې اوږمهاله پړسوب پیدا کوي. دوه ډولونه لري :
– د (Ulcerative colitis UC) ډول یې غټه کولمه باندې اغیز کوي
– د (Crohn’s disease) حالت د هاضمې کانال کې، په هره برخه کې پړسوب پیدا کولای شي
د کولمې د پړسوب د ناروغي علایم د نورو ناروغیو علایمو ته ورته والی لري او له همدې امله یې تشخیص ستونزمنه چاره ده. علایم یې ګېډه کې درد، نس ناستی، ستړیا، وزن له لاسه ورکول او په غایطه موادو کې وینه لرل دي. ډاکټر په پیل کې ازموینې کوي تر څو د کولمې د پړسوب ناروغي تشخیص کړي خو کله چې تشخیص شي بیا یې د ډول مالومولو هڅه کوي. سم تشخیص یې د علایمو د ارامولو او مدیریت لپاره لمړی بریالی ګام دی.
د کرون د ناروغي تشخیص او درملنه
ډاکټر مو په لمړي ګام کې د پوښتنو له لارې د روغتیا د مخینې په اړه پوښتنې کوي، له هغې وروسته ممکن فزیکي ازموینه وکړي او له هغې وروسته ممکن د نورو ازموینو سپارښتنه وکړي تر څو په دې پوه شي تاسې کې علایم کوم روغتیایي حالت پیدا کړي.
د لابراتوار ازموینې
– دوینې ازموینه : د وینې ازموینه کې ستاسې د وینې سرې او سپینې حجرې کتل کیږي. که چېرې د وینې سرې حجرې کمې وي نو تاسې د وینې له کمي سره مخ کیږئ. د وینې کمی مو د بدن داخل کې او یا کولمه کې د وینې د بهېدو ښودنه کوي. که چېرې مو د وینې سپینې حجرې زیاتې وي نو په دې مانا ده چې بدن کې چېرې پړسوب او یا مکروب لرئ. همداسې د وینې ځینې بیولوجیکي ښودونکو ازموینه (C-reactive protein CRP and erythrocyte sedimentation rate ESR) مو هم بدن کې د پړسوب ښودنه کولای شي.
– د غایطه موادو ازموینه : په غایطه موادو کې د هاضمې ناروغۍ کتل کیږي. په ازموینه کې د غایطه موادو پروتینونو ته لکه کلپروټېکټین او لکټوفېرین (calprotectin and lactoferrin) ته کتنه کیږي تر څو بدن کې پړسوب پرې مالوم کړای شي.
د اوسمهال لپاره ساینس پوهان هڅه کوي چې په دې پوه شي چې وینه کې ځینې ښودونکي مخکې له مخکې د کولمې د پړسوب د ناروغي پیدا کېدو وړاندوینه کولای شي او که نه.
اینډوسکوپي
د کرون د ناروغي د تشخیص لپاره تر ټولو دقیقه ازموینه د اېنډوسکوپي بهیر دی. ډاکټر ممکن د اېنډوسکوپي لاندې طریقو کې د یوې ازموینې یا څو ازموینو سپارښتنه وکړي.
– کولونوسکوپي : په دې ډول ازموینه کې ډاکټر یو ټیوب کوم چې سر کې کامره او ګروپ لري ستاسې مقعد کې یې داخلوي، یاد ټیوب ته اېنډوسکوپ نوم اخلي. په دې ټیوب مو د غټې کولمې داخل ګوري. د کتلو لپاره لمړی غټه کولمه له غایطه موادو خالي کیږي. د پړسوب کتلو لپاره ممکن ډاکټر بیوپسي هم وکړي په دې مانا چې د غټي کولمې نسج مو پرې کوي تر څو یې د پړسوب موندلو لپاره وکاروي. کولونوسکوپي د ډاکټر په معاینه خانه کې امکان نه لري تر ډېره په روغتون کې کیږي او یا مجهز کلینک کې یې د ترسره کېدو امکان شته وي. کولونوسکوپي ته د چمتو کېدو لپاره ممکن تاسې ته مخکې له مخکې لارښوونې هم وشي.
– د هاضمې د کانال د پورته برخې اېنډوسکوپي او اېنټروسکوپي : ډاکټر مو په ډېر احتیاط او پام سره اېنډوسکوپ په مرۍ کې داخلوي، له مرۍ یې معدې ته داخلي او له معدې د وړې کلمې د پیل برخې ته داخلیږي. ازموینه په روغتون یا مجهز کلنیک کې ترسره کیږي او ممکن بیوپسي هم وکړي.
– د کپسول اېنډوسکوپي : د زیرکې ګولۍ په نوم هم یادیږي. کوچنی کپسول وي او یو یا دواړو اړخونو کې یې کامرې نصب وي. کله چې کپسول تېر کړئ نو تر مقعد پورې تګ کوي او د هاضمې سیستم ویډیو جوړوي. کپسول د رفع حاجت پر وخت بېرته بهر وځي.
انځوریزې ازموینې
ممکن ډاکټر تاسې د انځوریزو ازموینو سپارښتنه هم وکړي تر څو ستا د داخل په اړه ځان سم پوه کړي.
سي ټي سکېن : سي ټي سکېن کې اېکس رې ګانې او د کمپیوټر تګنالوجي کاریږي تر څو ستاسې د هاضمې د کانال انځورونه واخلي. د ازموینې لپاره ممکن تاسې ته مایع د څکلو لپاره درکړل شي او پیچکاري درته ووهل شي – په دې کې ځانګړی رنګ وي کوم چې ستاسې د هاضمې د کانال د جوړښت په لېدلو کې مرسته کوي.
– د هاضمې د کانال سیریز : لمړی تاسې ته د باریم په نوم یوه مایع درکوي، یاده مایع د هاضمې د کانال د پاسې برخې په لیدو کې مرسته کوي او له هغې پس مو اېکس رې اخلي. کله مو چې مایع د هاضمې کانال کې تګ کوي نو د اېکس رې یا فلوروسکوپي ماشین کې مو ډاکټر د هاضمې د کانال ویډیو ګوري. د ازموینې لپاره مخکې له مخکې تاسې ته مالومات درکول کیږي چې د ازموینې په ورځ څه وکړئ او څه مه کوئ.
– اېم ار ای سکېن : اېم ار ای د مقناطیسي او راډیويي څپو په ذریعه د انځور اخیستنه کوي. په اېم ار ای ډاکټر د وړو کلمو هغه برخې کتلای شي کومې چې په اېنډوسکوپي کې امکان نه لري.
د السېرېټیو کولایټېس ازموینې
لابراتوار
– د وینې ازموینه : د وینې په ازموینه کې د وینې د سرو حجرو کمېدو ته او د سپینو حجرو زیاتېدو ته کتنه کیږي او یاده چاره د عفونیت او پړسوب او د وینې د بهېدو له امله د وینې د کمېدو ښودنه کوي.
– د غایطه موادو ازموینه
اېنډوسکوپي
– کولونوسکوپي : ډاکټر په کولونوسکوپ ټوله غټه کولمه ګوري.
د انعطاف وړ سیګمویډوسکوپي : د اېنډوسکوپ ځانګړی ډول دی کوم چې د انعطاف یا قاتېدو وړتیا لري. که چېرې کولمه مو بې کچې زیات پړسوب لري نو ممکن ډاکټر د ازموینې لپاره همدا طریقه وکاروي.
انځوریزې ازموینې
ممکن ډاکټر د سي ټي سکېن او اېکس رې سپارښتنه وکړي.
که چېرې تاسې کې یاده ناروغي تشخیص شي نو د علایمو ارامول یې د همدې ناروغۍ په متخصص وکړئ.