د وینې د حجرو بې نظمي
وینې د حجرو بې نظمي روغتیایي حالتونه دي او د وینې په سرو او سپینو حجرو کې او یا تر دې هم وړو حجرو کې کومو ته چې قاب یا تخته حجره (Platelet) نوم اخلي ستونزې پیدا کوي – وړې قاب یا تخته حجرې وینه کې د وینې د ټینګېدو یا لخته کېدو لپاره دوران کې وي. د وینې د حجرو درېواړه ډولونه د هډوکي په مغز (bone marrow) کې جوړیږي. سرې حجرې د ټرانسپورټ دنده لري او د بدن ټولو غړو ته اکسیجن او خواړه رسوي، سپینې حجرې مکروب او عفونیت له منځه وړي او وړې قاب حجرې د وینې ټینګېدو کې مرسته کوي. د وینې بې نظمي د یادو حجرو د جوړښت او فعالیت په توازن کې ستونزه رامنځته کوي.
د وینې د بې نظمۍ علایم
د بې نظمي په هر ډول کې یې علایم توپیر لري.
دوینې د سرو حجرو په ټولو بې نظمیو کې عام علایم لاندې یاد شوي :
– ستړیا
– سا لنډي
– په مغز کې د اکسیجن لرونکې وینې د نشتوالي له امله په تمرکز کې ستونزه
– د عضلاتو کمزورتیا
– د زړه تېز ضربان
د وینې په سپینو حجرو کې د بې نظمیو عام علایم :
– دوامدار عفونیت
– ستړیا
– د وزن له لاسه ورکول
– تل ځان ناروغ احساس کول
په قاب یا تخته وړو حجرو کې د بې نظمیو عام علایم :
– د ټپي کېدو په حالت کې د ټپ ژر نه ښه کېدل
– له ټپي کېدو پس په ټپ ځای کې د وینې نه ټېنګېدل
– په پوستکي کې شینوالی پیدا کېدل
– له پوزې او ووریو د وینې بهېدل
د وینې زیات شمېر بې نظمۍ موجودې دي او پرې د اخته کس د ټولې روغتیا او ژوند په کیفیت اغیز کولای شي.
د وینې د سرو حجرو بې نظمي
د وینې سرې حجرې د ټرانسپورټ دنده لري او له سږو ټول بدن ته د اکسیجن لرونکې وینې لېږد کوي، ټول بدن ته خواړه رسوي، بدن ته له مرغړیو تولید شوي هورمونونه رسوي. د ماشومانو او لویانو د وینې په سرو حجرو کې مختلف ډوله بې نظمۍ رامنځته کېدای شي، هر یوې ته یې لاندې کتنه وکړئ.
د وینې کمېدل
د وینې کمېدل د وینې د سرو حجرو د بې نظمي یو ډول دی. معمولا په وینه کې د وسپنې د کمي له امله رامنځته کیږي. د هېموګلوبین پروتین د تولید لپاره ستاسې بدن وسپنې ته اړتیا لري او هېموګلوبین سرو حجرو سره مرسته کوي چې له سږو اکسیجن د بدن غړو ته انتقال کړي.
– د وپسنې د کمي له امله د وینې کمېدنه (Iron deficiency anemia) : کله مو چې وینه کې وسپینه کمه شي وینه مو کمیږي. په دې ډول حالت کې انسان تل ځان ستړی احساس کوي او لامل یې په بدن کې د اکسیجن کموالی وي. د وسپنې منرال په خوړولو یې درملنه کیږي.
– زیان اړونکې د وینې کمېدنه، د بي ۱۲ ویټامین د کمي له امله د وینې کمېدنه (Pernicious anemia) : د ایمني سیستم بې نظمي ده په کومه کې چې وړې کولمې له خوړو ویټامین بي ۱۲ نشي جذب کولای او په وینه کې د سرو حجرو د کمېدو لامل کیږي. د وینې دا بې نظمي کله نا کله د ژوند ګواښونکې کېدای هم شي، که چېرې مو بدن ویټامین بي ۱۲ نشي جذب کولای نو د تذریق له لارې یې واخلئ. د (Pernicious) مانا په تدریجي توګه زیان اړونې ته وایي.
– د هډوکي د مغز د نه فعالیت له امله د وینې کمېدنه (Aplastic anemia) کمه پېښېدونکې خو یوه جدي بې نظمي ده، په دې بې نظمي کې د هډوکي مغز کافي سرې حجرې نه تولیدوي. په هر عمر کې دا بې نظمي ممکن ناڅاپه او یا په تدریجي توګه رامنځته شي. د وینې د بهېدو پر مهال د وینې کنټرول پکې ستونزمن کیږي، انسان ستړی کوي او له عفونیت سره یې مقاومت کموي. په طب کې (Aplastic) د یوه غړي، نسج فعالیت یا وده کې ستونزې پیدا کېدو ته وایي.
– د ایمني سیستم د برید له امله د وینې کمېدنه (Autoimmune hemolytic anemia) په دې بې نظمي کې د وینې د سرو حجرو د تولید په پرتله په چټکۍ ایمني سیستم د وینې سرې حجرې له منځه وړي په دې مانا چې له منځه وړل یې د تولید په پرتله زیات وي. دا چاره انسان کې د وینې د کمېدو لامل کیږي. د (hemolytic) مانا د وینې د سرې حجرې له ویجاړېدو یا له منځه تلو سره تړاو ته وایي.
– د حجرې د لور ناروغي له امله د وینې کمېدنه (Sickle cell anemia) کومې حجرې چې له دې بې نظمي اغیزمنې وي لور ته ورته شکل لري. د جنتیکي بدلون له امله دې ډول کسانو کې د سرو حجرو هېموګلوبین غیرې نورمال مالیکولونه لري کوم چې حجرې ته منحني شکل ورکوي. لور ته ورته د وینې سرې حجرې لکه د نورمال حجرو په اندازه اکسیجن خپل ځان کې نشي انتقالولای. همداسې د وینې رګونه هم بندولای شي.
تالاسیمیا (Thalassemia)
د ارث له لارې انتقالېدونکی د وینې د بې نظمیو ګروپ دی. د جنتیکي بدلون له امله رامنځته کیږي او د نورمال هېموګلوبین د تولید مخنیوی کوي. که چېرې د وینې سرې حجرې کافي هېموګلوبین ونه لري نو د بدن ټولو برخو ته اکسیجن نشي لېږدولی او د بدن د غړو په نورمال فعالیت کې ستونزې پیدا کیږي. د ناروغ د هډوکو په جوړښت کې ستونزه رامنځته کوي، توری یې غټوي، د زړه ناروغۍ پیدا کوي او په ماشومانو کې د ودې مخه نیسي.
پولیسي تیمیا ویرا (Polycythemia vera)
د جېن د بدلون له امله رامنځته کېدونکی د وینې سرطان دی. په دې سرطان د اخته ناروغ د هډوکي مغز بې کچې زیاتې د وینې سرې حجرې تولیدوي او ډېرې سرې حجرې د ناروغ د وینې ټینګېدو لامل کیږي او بدن کې یې د وینې جریان ورو کیږي. د وینې ټینګېدل د زړه د حملې او یا د سکتې لامل کېدای شي. کومه ځانګړې درملنه تر اوسه نه لري او د زړه د حملې د مخنیوي لپاره درمل ورته نسخه کیږي له بدن څخه وینه وېستل کیږي.
د وینې د سپینو حجرو بې نظمي
په انګریزۍ سپینو حجرو ته (leukocytes) او (White blood cells) نومونه اخلي. په بهرنیو توکو او مکروب برید کوي او د بدن ساتنه ترې کوي. که چېرې بې نظمي پکې رامنځته شي نو د انسان په ایمني سیستم اغیز کوي او بدن کې پړسوب پیدا کوي.
لیمفوما (Lymphoma)
د وینې سرطان دی او د بدن په لنفاوي سیستم کې رامنځته کیږي. د ناروغ په بدن کې د وینې سپینې حجرې بدلون مومي او له کنټرول بهر وده کوي. دوه عمده ډولونه (Hodgkin’s lymphoma and non-Hodgkin’s lymphoma) لري.
لوکیمیا (Leukemia)
د وینې سرطان دی او د ناروغ سپینې حجرې د هډوکي په مغز کې زیاتیږي. ممکن لنډمهاله وي او یا اوږدمهاله وي. که چېرې اوږدمهاله وي نو وده یې ډېره ورو وي.
اېم ډي اېس (Myelodysplastic syndrome)
یو روغتیایي حالت دی او د هډوکو په مغز کې په سپینو حجرو اغیز کوي. په دې بې نظمي کې بدن بشپړ ودې ته نارسېدلې ګڼ شمېر حجرې تولیدوي په انګریزۍ کې دې حجرو ته (blasts) نوم اخلي. یادې حجرې خپل شمېر په چټکۍ زیاتوي او ګڼې ګوڼې کې یې بشپړ ودې ته رسېدلې حجرې محاصره کیږي. وده یې ممکن ورو او یا چټکه وي او ډېری وخت د وینې لوکیمیا سرطان باندې بدلیږي.
د قاب یا تختو وړو حجرو بې نظمي (Platelet disorders)
کله چې د انسان بدن ټپي شي نو په وینه کې لمړی غبرګون قاب یا تختې حجرې ښي. د ټپ چار چاپېره راتاویږي اود وینې د ضایع کېدو مخنیوی کوي. که چېرې په دې حجرو کې بې نظمي موجوده وي نو درې ډوله ستونزې رامنځته کوي :
– کافي وړې تخته حجرې نه وي : که چېرې کمې وي نو ډېر کوچنی ټپ هم د ډېرې زیاتې وینې د ضایع کېدو لامل کیږي
– ډېرې زیاتې وړې تخته حجرې وي : که چېرې ډېرې وي نو رګونه بندولی شي او د زړه د حملې لامل کېدای شي
– وړې تخته حجرې په سمه توګه وینه نشي ټینګولای : په دې حالت کې هم کوچنی ټپ بې کچې زیاته وینه ضایع کولای شي
د وړو تختو یا قاب حجرو بې نظمي په بنسټیزه توګه جنتیکي وي په دې مانا چې په ارث پاتې کیږي تر ټولو عامې بې نظمۍ یې لاندې یادې شوي.
د وان ویلي برانډ ناروغي (Von Willebrand disease)
تر ټولو زیات په ارث پاتې کېدونکی حالت دی. د رامنځته کېدو لامل یې بدن کې د یو پروتین کمی دی کوم چې د وینې په ټینګېدو کې مرسته کوي. د وان ویلي برانډ فکتور (von Willebrand factor VWF) په نامه یادیږي.
هیموفیلیا (Hemophilia)
تقریبا یوازې په نرانو کې پیدا کېدونکې بې نظمي ده. په دې حالت کې بې کچې زیات او دوامداره د وینې بهېدنه رامنځته کېدای شي، د وینې بهېدنه ممکن د بدن داخل کې یا بهر وي. د وینې بهېدنه کوم ځانګړی څرګند لامل نه لري. د اې ډول کوم چې سخت نه دی په ډېسموپرېسین (desmopressin) هورمون یې درملنه کیږي، یاد هورمون د وینې ټینګونکي فکتورونه ازادوي، د بي او سي ډول درملنه یې د وینې یا پلازما په تېرولو کیږي.
لمړنی ترومبوسیتېمیا (Primary thrombocythemia)
کمه پېښېدونکې د وینې بې نظمي ده او وینه ټینګوي. ډېری وخت د زړه د حملې یا سکتې لامل کیږي. کله چې د هډوکي مغز بې کچې زیاتې تخته یا قاب وړې حجرې تولید کړي نو دا بې نظمي رامنځته کیږي.
که چېرې د درملو یا روغتیایي حالت له امله د وړو قاب حجرو بې نظمي رامنځته شوې وي په انګرېزۍ کې ورته (Acquired platelet function disorders) وایي. په دې مانا چې جنتیک نه ده بلکې یاد کس دې ناروغي نیولی دی. ځینې درمل او روغتیایي حالتونه هم د وړو قاب یا تخته حجرو فعالیت باندې اغیز کولای شي او له همدې امله اړینه ده چې درمل مو د ډاکټر په مشوره وکاروئ. لاندې یاد شوي درمل که چېرې د اوږدې مودې لپاره وکارول شي نو د وړو قاب حجرو په فعالیت اغیز کوي :
– اسپېرین
– د پړسوب ضد غیرې اسټېرویډي درمل
– انتي بیوتیک
– د زړه د ناروغیو درمل
– د وینې نري کوونکي درمل
– د ډېپرېشن ضد درمل
– انستیزیک
– د هسټامین ضد
د پلازما حجرو بې نظمي (Plasma cell disorders)
ګڼ شمېر بې نظمي په پلازما حجرو اغیز کوي. پلازما حجرې د سپینو حجرو یو ډول دی او مختلف ډوله ځانګړي انټي باډیز جوړوي. له یادو حجرو پرته بدن له مکروبونو عفونیت د ځان دفاع نشي کولای.
د پلازما حجرې مای اېلوما (Plasma cell myeloma)
کم پېښېدونکی د وینې د سرطان ډول دی، د هډوکي په مغز کې، په پلازما حجرو کې وده کوي. سرطاني پلازما حجرې د هډوکي په مغز کې سره یوځای کیږي او د (plasmacytomas) په نامه تومور جوړوي، ډېری وخت د پوښتۍ، ورون یا شمزي په هډوکو کې وي. سرطاني پلازما حجرې غیرې نورمال انټي باډیز تولیدوي او د (monoclonal proteins) نوم ورته اخیستل کیږي. دا پروتین د هډوکي په مغز کې جمع کیږي او ګڼوالی یې روغتیا لرونکي پروتینونه پوښي. دا چاره وینه ټینګوي او پښتورګو کې ستونزه پیدا کوي. د پلازما حجرې د مای اېلوما سرطان لامل تر اوسه نه دی مالوم.
د وینې د حجرو د بې نظمیو تشخیص څرنګه کیږي ؟
ډاکټر ممکن د ټولې وینې د حجرو د شمېر په شمول د مختلف ډوله ازموینو سپارښتنه وکړي تر څو په دې پوه شي چې د وینې د هر ډول حجرو شمېر مو څومره دی. همداسې ممکن د هډوکي د مغز بیوپسي وکړي تر څو وګوري چې غیرې نورمال حجرو خو به د هډوکي مغز کې وده نه وي کړي. د ازموینې لپاره مو د هډوکي د مغز یو برخه اخیستل کیږي.
د وینې د حجرو د بې نظمي درملنه د بې نظمي له ډول، عمر او د ټولې روغتیا له څرنګوالي سره تړاو لري. که چېرې د وینې په قاب یا تخته وړو حجرو کې ستونزه وي نو د Nplate (romiplostim) په څېر درمل ورکول کیږي تر څو د هډوکي مغز تحریک کړي چې زیاتې قاب وړې حجرې تولید کړي. د وینې د سپینو حجرو لپاره انتي بیوتیک ورکول کیږي تر څو عفونیت له منځه یوسي. د ویټامین بي ۹ او ۱۲ د وینې د کمي لپاره ورکول کیږي. که چېرې د هډوکي مغز زیان لیدلی وي نو په جراحي یې لرې کول او د نور مغز نصب کول امکان لري. په دې ډول جراحي کې د هغه کس د ساقې حجرې بل ته نصب کیږي کوم چې خپل غړي هدیه یا اهداء کړي وي. د وینې تېرول هم له ناروغ سره مرسته کوي چې له لاسه ورکړې د وینې حجرې بېرته پوره کړي.