زېړه تبه څه ده ؟

زکام ته ورته وژونکې ناروغي ده، د (Aedes aegypti) په نامه د میاشو ډول یې خپروي. یاد میاشي ډینګي او زیکا ویروسونه هم خپروي. د زېړې تبې ځانګړنه د بدن د تودوخې لوړه کچه، د سترګو او د پوستکي د رنګ زېړېدنه یا جونډایس ده. د افریقا په ځینې سیمو کې او په سوېلې افریقا کې خپره شوې ناروغي ده. درملنه یې ناشونې ده خو د زېړې تبې واکسین باندې یې مخنیوی ممکن دی.

د زېړې تبې علایم
زېړه تبه په چټکۍ وده کوي او له ۳ تر ۶ ورځو پورې یې علایم راڅرګندیږي. عام علایم یې د انفلوېنزا ویروس ته ورته دي :
– سر درد
– عضلو کې درد
– مفصلونو کې درد
– سړه تبه او لړزه

د زېړې تبې لنډمهاله پړاو
دا پړاو یې تقریبا تر ۴ ورځو پورې ادامه لرلای شي، په دې پړاو کې یې علایم لاندې یاد شوي :
– سر درد
– عضلو کې درد
– مفصلونو کې درد
– تبه
– د مخ یا د بدن د پوستکي سوروالی او تودوالی
– بې اشتیا کېدنه
– لړزه
– په ملا کې درد

کله چې لنډمهاله پړاو پای ته ورسیږي نو علایم یې ولاړ شي. ډېری خلک په همدې پړاو کې له زېړې تبې ښه کیږي خو ځینو کې یې د ژوند ګواښونکی پړاو وده کوي.

زهري پړاو
کله چې د لنډمهاله پړاو علایم ښه شي نو بېرته له نورو خطرناکو علایم سره راګرځي :
– د خالي ادرارو کمېدنه
– په ګېډه کې درد
– کانګې او ځینې وخت یې کانګو سره وینه هم وي
– د زړه په ضربان کې ستونزه
– ناڅاپه حالت خرابېدل
– ګډې وډې ویل
– له سترګو او پوزې وینه بهېدل

دا پړاو یې وژونکی دی خو یوازې ۱۵ % ناروغان دې پړاو ته داخلیږي.

څه زیړه تبه رامنځته کوي ؟
زیړه تبه د فلاوي ویروس (flavivirus) په نامه ویروس رامنځته کوي. بل کس ته هغه وخت انتقالیږي کله چې د یاد ویروس لرونکی میاشی یې وچیچي. میاشو ته هغه وخت دا ویروس انتقالیږي کله چې داسې بیزو یا انسان وچیچي کوم چې یاد ویروس لري. د افریقا په ۳۲ هیوادونو کې او د سوېلې امریکا په ۱۲ هیوادونو کې هر کال تر ۲۰۰ زرو پورې کسان په دې ناروغۍ اخته کیږي.

درملنه کې یې لاندې یادو شوو ته پام کیږي
– ناروغ ته کافي مایع ورکول
– ناروغ ته اکسیجن ورکول
– د وینې فشار نورمال ساتل
– د وینې تېرول
– که چېرې پښتورګو کې ستونزه پیدا کړې ډایلېز ورکول
– که چېرې نورې ستونزې پیدا کړي د ستونزو درملنه

د زېړې تبې مخنیوی څرنګه کیږي ؟
د مخنیوي لپاره یې یوازینۍ لار واکسین دی. واکسین یې یوازې یو ځل تذریق کیږي. په واکسین کې د همدې ویروس کمزوری شوی ډول موجود وي کوم ته چې د بدن ایمني سیستم انټي باډیز تولیدوي. هغه کسان کوم چې د ۹ میاشتو او ۶۰ کلونو ترمنځ عمر لري باید واکسین شي.

که چېرې یو کس له هګیو سره سخت حساسیت لري، د چرګ له پروتینو او جېلاتین سره حساسیت لري باید له یاد واکسین ډډه وکړي، هغه ماشومان چې عمر یې له شپږ میاشتو کم وي باید واکسین ورنکړل شي. هغه کسان کوم چې داسې ناروغي لري کومه چې ایمني سیستم کمزوری کوي لکه اېچ ای وي ویروس باید واکسین نشي.

Sidebar



Share
Hide Buttons