د تیانو د سرطان رامنځته کوونکي فکتورونه کوم دي ؟

ځینې خطرونه او فکتورونه یې انسان نشي بدلولی لکه عمر، جنسیت او جنتیک. تاسې که د جنتیک په اړه په خپل ځان کې کوم بدلون نشئ راوستی خو په خپل جنتیک پوهېدل تاسې سره دا مرسته کوي چې خپلې روغتیا ته پام وکړئ او له بدلون سره سملاسي یې ازموینو او درملنې ته مخه کړئ. همداسې عمر او جنسیت دواړه داسې فکتورونو دي چې بدلون یې امکان نه لري. له ۵۰ کلنۍ پس ښځې د تیانو د سرطان له خطر سره مخ وي، څومره چې د ښځو عمر زیاتیږي همدومره یې د تیانو د سرطآن د ودې خطر زیاتیږي.

کومو ښځو کې چې لمړی پیریوډ له ۱۲ کلنۍ مخکې پیل شوی وي او یا تر۵۵ کلنۍ وروسته یې هم پیریوډ ادامه ولري د نورو په پرتله زیاتې د تیانو د سرطان له خطر سره مخ دي، په کم عمر کې د پیریوډ پیل او تر ډېر عمر پورې یې ادامه د ښځو بدن اېسټروجېن هورمون ته څرګندوي. د اولاد نه زېږول او یا له ۳۰ کلنۍ پس د اولاد زېږول هم د تیانو د سرطان خطر زیاتولی شي.

تخته څورب، غلیظ تیان لرل او یا هم غټ تیان لرل د تیانو په مموګرام ازموینه کې د سرطان او نورو بې نظمیو تشخیص ستونزمن کوي، که چېرې د یوې ښځې د تیانو نسجونه زیات غلیظ ګڼ او یا تخته څوربوالی ولري تر نورو یې ۶ % د تیانو د سرطان خطر زیات وي. که چېرې تاسې غلیظ تیان لرئ نو د ۲ ډي مموګرام په ځای غوره ده چې ۳ ډي مموګرام ازموینه وکړئ.

که چېرې یوې ښځې مخکې سرطان لرلای وي او خپله درملنه یې په وړانګو کړې وي او وړانګې یې له تیانو سره اړیکه کې شوې وي نو د تیانو په سرطان یې د اخته کېدو خطر زیات دی. مخکې به په مخ د ځوانکیو یا د ځوانۍ د دانو درملنه په وړانګو کېده کومه چې اوس ډېر کمو ځایونو کې کیږي هم په ښځو کې د تیانو د سرطان د ودې امکان زیاتوي.

د وازدې لرونکې غوښه، د خرما تیل، له شیدو جوړ داسې تولید کوم چې ډېر غوړ لري د تیانو د سرطان لامل کیدای شي. ځای په ځای کېناستل او یا یوازې د کور کار کې ځان ستړي کول او څنګ کې هره ورځ تر ۹۰ دقیقو سپورت نه کول هم د تیانو د سرطان تر څنګ د سرطان نور ډولونه هم پیدا کولای شي. خپل وزن د ۶۰ او ۷۰ کیلو ګرامه ترمنځ ساتل د روغتیا ساتنې لپاره اړین دي او په ځانګړې توګه له نامه پورته وزن کمول د روغتیا ساتنه کې ځانګړی رول لري.

په پروجېسټرون او اېسټروجېن هورمونونو درملنه یوازې د تیانو د سرطان خطر نه زیاتوي بلکې کومو ښځو چې د تیانو د سرطان درملنه کړې وي او په هورمون درملنه وکړي بیا پکې د تیانو سرطان رامنځته کولای شي.

Sidebar



Share
Hide Buttons