د نر په هګیو کې د سرطان پړاونه

لکه د سرطان د نورو ډولونو په څېر د نر د هګیو سرطان هم په پړاونو کې ډلبندي شوی. هر پړاو یې تاسې ته دا روښانه کوي چې سرطان خپور شوی او که نه، همداسې د درملنې په اړه له ډاکټر سره مرسته کوي. د نر د هګیو سرطان د نر له هګیو سرچینه اخلي او د بدن نورو غړو ته هم خپرېدلای شي. د نر په هګیو کې سرطان ډېر د درملنې وړ سرطان ګڼل کیږي. د سرطان په ټولو نرانو ناروغانو کې له هرو ۲۵۰ ناروغانو یو د هګیو سرطان لري. په هر عمر کې رامنځته کېدای شي خو تر ډېره په تازه بلوغ ته رسېدلو کې وده کوي. که چېرې یې تشخیص په لمړیو پړاونو کې وشي نو درملنه یې په بریالۍ توګه امکان لري.

تشخیص یې د ناروغ د روغتیا په مخینې او اوسنیو علایمو کیږي. په دوېم ګام کې د هګیو فزیکي ازموینه کیږي تر څو غوټه، پړسوب او یا کلکوالی پکې وکتل شي او درېواړو کې هر یو یې د تومور د شتون ښودنه کوي. په درېم ګام کې د هګیو الټراسونډ باندې ازموینه ده، د هګیو الټراسونډ غږیزو څپو باندې د هګیو انځور اخلي. همداسې د وینې ازموینه هم د تومور د مارکرونو یا ښودونکو لپاره کیږي. بیوپسي یې ډېر کم وخت کیږي.

د نر د هګیو د سرطان پړاونه
په صفر ۱، ۲ او ۳ پړاونو کې تشرېح شوی دی. په پړاونو کې یې سرطان لنفاوي غوټو او نورو نسجونو ته خپریږي. نسجونه ممکن تومور ته نږدې او یا لرې وي. لکه د سرطان د نورو ډېرو ډولونو په څېر ۴ پړاو نه لري.

د ټي اېن اېم سیستم
د امریکا د سرطان ګډه کمیټه د سرطان د هر پړاو د تعریف لپاره د ټي اېن اېم سیستم کاروي. په دې کې ټي تومور تشرېح کوي، اېن دا ښي چې سرطان د لنفاوي سیستم نږدې غوټو ته خپور شوی او که نه، اېم د مېټاسټا سایز کېدو یا د بدن نورو برخو ته د سرطان د خپرېدو ښودنه کوي یا هم د سرطان له اصلي برخې د بدن لرې برخو ته خپور شوی که نه. همداسې په ټي کې بیا کلنیکي ټي او پاتولوجیکي ټي هم کاریږي : کلنیکي ټي د فزیکي ازموینې او د الټراسونډ ازموینې له مخې د تومور په اړه د ډاکټر ارزونه ده. پاتولوجیکي ټي کله چې په عملیات تومور لرې کړل شي نو بیا یې ارزونه ده چې سرطان څومره او چېرته خپور شوی.

د هګیو دسرطان صفري پړاو
د هګیو دسرطان صفري پړاو په دې مانا دی چې تومور په منیو جوړونکو تونلونو کې جلا دی. د نر په هره هګۍ کې سلګونه د منیو جوړونکي تونلونه (seminiferous tubules) موجود وي. که چېرې بل ځای ته نه وي خپور شوی دې پړاو ته (carcinoma in situ) نوم هم اخلي. ډاکټر په دې وخت کې د دوامداره فزیکي ازموینې، الټراسونډ او هره ځانګړې موده کې د تومور د ښودونکو د کچه کولو لپاره د وینې د ازموینې سپارښتنه وکړي. که چېرې تومور نورو نسجونو ته نه خپرېدونکی وي نو تر ډېره امکان شته چې کومې درملنې ته اړتیا پیدا نه کړي. که چېرې نورو نسجونو ته خپرېدونکی وي نو ډاکټر په جراحي د هګۍ د لرې کولو او په وړانګو د درملنې سپارښتنه کولای شي.

د هګیو د سرطان لمړی پړاو
د هګیو د سرطان لمړی پړاو په دې مانا دی چې سرطان نور د منیو جوړونکو تونلونو کې جلا نه دی، هګۍ ته خپور شوی او یا له هګیو سره نږدې نسجونو ته هم خپور شوی. په پیل کې یې ممکن له هرو ۳ تر ۶ میاشتو پورې د سي ټي سکېن ازموینې وشي او د له دې لارې یې څارنه وشي. د سي ټي سکېن ازموینو کې د پایلې له مخې یې ممکن د ازموینو موده نور هم را لنډه شي. که چېرې سرطان خپرېدونکی وي نو ممکن د کېمو تېراپي یا په وړانګو د درملنې او یا په دواړو سپارښتنه وشي. تر ۲۰ ناروغانو کې له درملنې او ښه کېدو پس بیا وده کولای شي.

د نر د هګیو د سرطان دوېم پړاو
د نر د هګیو د سرطان دوېم پړاو کې سرطان لږ نه لږ یوې لنفاوي غوټې ته خپور شوی وي. په دې پوهېدل چې لنفاوي غوټو ته خپور شوی او که نه، د دې لپاره باید بیوپسي وشي. که چېرې لنفاوي غوټو ته خپور شوی وي نو له ډېر بریالي او کامیاب عملیات سره بیا هم تر ډېره امکان شته چې سرطان بېرته راوګرځي.

د دوېم پړاو درملنه کې یې د عملیات له لارې اغیزمنه هګۍ لرې کیږي، له عملیات وروسته یې په وړانګو یا کیمو تېراپي او یا په دواړو درملنه ادامه پیدا کوي. ځینې وخت کې د ګېډې وروسته برخه کې لنفاوي مرغړي په عملیات لرې کیږي، د عملیات بهیر ته یې طب کې (retroperitoneal lymph node dissection RPLND) نوم اخلي.

د نر د هګیو د سرطان درېم پړاو
د نر د هګیو درېم پړاو کې سرطان په ګېډه کې له لنفاوي مرغړیو هخوا د بدن نورو برخو ته هم خپور شوی وي. په دې پړاو کې سرطان ممکن د لنفاوي سیستم لرې غوټو کې یا د بدن نورو غړو کې د بېلګې په توګه سږو کې وي. په دې پړاو کې لمړی هګۍ او (spermatic cord) د عملیات له لارې لرې کیږي او وروسته کیموتېراپي پیل کیږي – په اناتومي کې (spermatic cord) ټول هغه د عصابو ګېډۍ یا بنډلونه، تونلونه او د وینې رګونه دي کوم چې د نر هګۍ د ګېډې له جوف سره وصل کوي.

Sidebar



Share
Hide Buttons