د وینې ټیټ فشار ته لنډه کتنه

په انګریزۍ کې ورته (Hypotension) وایي. ټیټ فشار داسې فشار ته وایي کوم چې له نورمال کم وي. ټیټ فشار ممکن جدي نه وي، ممکن جدي وي او یا ممکن د ژوند ګواښونکی وي.

د ټیټ فشار عام علایم څه دي ؟
لنډمهاله : په انګرېزۍ کې ورته (acute) وایي، ناڅاپه د فشار کمېدنه وي کوم چې ممکن د ژوند ګواښونکی حالت وي
اوږد مهاله : تل یا ډېری وخت ټیټ فشار ته په طب کې (Constitutional) کلیمه کاریږي، په عامه ژبه کې د یادې انګریزي کلیمې مانا توپیر لري. په دې حالت کې فشار تل یا ډېری وخت ټیټ وي او روغتیایي لاملونه یې نه وي مالوم.
– له درېدو سره د فشار ټیټېدل : په انګریزۍ کې ورته دوه اصطلاح ګانې (Orthostatic or postural hypotension) کاریږي، دې حالت کې چې کله یو کس له ملاستې یا ناستې ودریږي فشار یې ټیټیږي.
– له خوړو پس فشار ټیټېدل : په انګرېزۍ کې ورته (Postprandial) نوم اخلي او په دې حالت کې کله چې یو کس خواړه وخوري نو فشار یې کمیږي.

څه د ټیټ فشار خطر زیاتوي ؟
– د وینې کمېدنه، د وینې بهېدنه یا ضایع کېدنه، د پښتورګو ډایلېز
– د عصبي سیستم، د زړه او اډرېنالین مرغړیو بې نظمي
– د کافي مایع نه څکلو له امله، د کانګو، نس ناستي او یا سوزېدنې له امله بدن کې د اوبو کمېدنه
– ځینې درمل په ځانګړې توګه هغه درمل کوم چې د لوړ فشار د درملنې لپاره کاریږي، د درد، د زړه د ناروغیو، ډېپرېش او سرطان درمل
– ډېر کم وزن، د عمر زیاتېدل، اومیدواري
– د اوږدې مودې لپاره بستره کې څملاستل
– د وینې عفوني کېدل کوم چې مرګونی حالت دی
– شکر

د ټیټ فشار علایم
– د تشوی احساس لرل، ستړیا، کمزورتیا، زړه بدوالی
– سر ګرځېدل، بې هوښه کېدل
– خوله کول، لړزېدنه، د زړه ورو خو ځواکمن ضربان
– په سر، څټ، وږو، د ملا لاندې برخې او یا پښو کې درد
– خیره لید یا لید کې بدلون
– پام او حافظې کې کمزورتیا

ټیټ فشار څرنګه تشخیص کیږي ؟
ډاکټر لمړی د علایمو په اړه پوښتنې کوي، دوېم د روغتیا په اړه او ورپسې که چېرې تاسې درمل خورئ نو د درملو په اړه پوښتنه کوي. ډاکټر ته مو د علایمو په اړه ووایئ او دا هم ورته ووایئ چې که چېرې د ورځې په اوږدو کې بدلون پکې رامنځته کیږي. که چېرې مو نس ناستی لرلی وي، وینه مو ضایع کړې وي، کانګې مو کړې وي هم یې ډاکټر ته ووایئ. ډاکټر مو د ازموینې پر مهال دزړه ضربان اوري، سترګې مو ګوري، د بدن د لمس د درک کوونې وړتیا مو ګوري. له دې وروسته مو د وینې فشار ګوري.

د ټیټ فشار د لامل پیدا کولو لپاره کومې ازموینې کیږي ؟
ټیټ فشار ډېری وخت د بل روغتیاي حالت له علایمو یو وي. د روغتیایي لامل لپاره یې ممکن تاسې له لاندې یادو شوو ازموینو یوې ته اړتیا ولرئ
– د خالي ادرارو ازموینه : د وینې د کمي او نورو روغتیایي حالتونو لپاره کیږي
– د اي کې جي یادون : د زړه الیکتریکي فعالیت د زړه د ستونزو کتلو لپاره کاریږي
– د خودمختاره عصبي سیستم ازموینې : کله چې تاسې ډوبه سا واخلئ دې ازموینه کې مو د زړه د ضربان نرخ مالومیږي، کله چې تاسې لاس د ګنګل لرونکو سړو اوبو کې کېږدئ په دې وخت کې د فشار کتل یې هم تشخیص کې مرسته کوي
– په ۲۴ ساعتو کې د خالي ادرارو ازموینه : په ۲۴ کې د ادرارو کچه کتل کیږي او ۲۴ ساعته پس لابراتوار ته لېږل کیږي
– د الټراسونډ (echocardiogram) ازموینه : دې ازموینې ته اېکو نوم هم اخلي، د غږیزو څپو په ذریعه په سکرین د زړه انځور ښي او کله چې زړه درزیږي د خوځښت د څرنګوالي ښودنه یې کوي.

د ټیټ فشار لپاره لاندې یاد شوي درمل کاریږي
midodrine, Levophed, norepinephrine, phenylephrine, Orvaten, Northera, droxidopa, ephedrine, Vazculep, Biorphen, Akovaz, Corphedra, Emerphed, Rezipres

Sidebar



Share
Hide Buttons