د کرون د ناروغي لپاره شپږ اضافي درملنې

د هاضمې په کانال کې پیدا کېدونکې اوږدمهاله ناروغي ده، د هامې د کانال په استر کې پړسوب پیدا کوي، هاضمه کې ستونزه پیدا کوي، د خوړو په جذب کې ستونزه پیدا کوي، په کولمو کې د غایطه موادو خوځښت غیرې نورمال کوي. د اوسمهال لپاره کومه درملنه نه لري او په درملو یې یوازې علایم ارام ساتل کیږي او د بېرته راګرځېدو مخنیوی یې کیږي. د علایمو د کنټرول لپاره له دودیزو درملو پرته اضافي درملنه هم شته.

۱ – ویټامینونه
د کرون ناروغي مو د خوړو په جذب اغیز کوي او کوم ویټامینونه چې له خوړو نه وي جذب شوي د خولې او یا تذریق له لارې یې ترلاسه کول اړین وي تر څو بدن کې د ویټامینونو او منرالونو مخنیوی پرې وشي.

د کرون په ناروغۍ کې د هاضمې د کانال پړسوب ټپي کېدلای شي او وینه ضایع کېدلای شي او دا چاره انسان کې د وینې د کمي لامل کیږي. د تذریق یا خولې له لارې د وسپنې اخیستل مو د وینې د کمي مخنیوی کوي.

د کرون ناروغ باید ویټامین ډي هم د امپول شکل کې واخلي تر څو یې د کلسیم په میټابولایز کولو کې مرسته وکړي او د هډوکو روغتیا یې وساتي.

د کرون ناروغي له خولې نیولې تر مقعد پورې په هرې برخې کې پړسوب پیدا کولای شي، که چېرې پړسوب د وړو کولمو پای کې وي چېرې چې ویټامین بي ۱۲ جذب کیږي نو اړینه ده چې ویټامین بي ۱۲ د تذریق له لارې ترلاسه کړي.

تر ویټامینونو کارولو مخکې مو له ډاکټر سره مشوره وکړئ ځکه چې ځینې ویټامینونه ستاسې له درملو سره تعامل کوي.

۲ – خمیره شوي خواړه
خمیره شوي خواړه د ښې باکتریا یو ډول دی کوم چې په کولمو کې د توازن ساتنه کوي، همداسې د بدې باکتریا د زیاتې ودې او زیان اړونې مخنیوی کوي. مستې که چېرې کور کې جوړې شوې وي د خمیره شوو خوړو تر ټولو ښه خواړه دي.

۳ – کورکمان یا زرچوبه
په هند کې د درملو په توګه له څو پېړیو را په دیخوا کاریږي. د پړسوب ضد ځانګړنه لري. ډېری خلک یې په خوړو دوړوي، ځینې یې اوبو کې اچوي او بیا یې څکي. ځینې وخت نس ناستی هم پیدا کولای شي.

۴ – په ستنو د بدن د ځینې برخو تحریکول
د چین په درملنه کې له ډېر پخوا کارېدونکې طریقه ده. د کرون د درملنې لپاره ګټوره طریقه ګڼل کیږي. په حجروي غبرګون او ترشح یې اغیز په نسجونو کې پړسوب کموي او د زیان لېدلې برخې ترمیم یې کوي.

۵ – په اوسمهال کې پاتې کېدنه
په اوسمهال کې د پاتې کېدو طریقې لکه یوګا مو د کرون له امله پیدا شوی تشویش او سټرس کموي.

۶ – سپورت
دومداره سپورت تل یو غوره لرلید دی. یوازې په ټولیزه توګه مو د روغتیا ساتنه نه کوي بلکې په هډوکو کې مو د منرالونو غلظت هم زیاتوي. سپورت مو بدن کې د (IL-6) پروتین کوډینګ جېن ازادوي کوم چې کولمو کې د زیان لیدلې برخې ترمیم کوي.

Sidebar



Share
Hide Buttons