په متحده ایالتونو کې د کرون ناروغ معیوب ګڼل کیږي

د کرون د ناروغي علایم ناڅاپي وي او وړاندوینه یې نشي کېدلای او د ژوند لپاره د فعالیت مخنیوی کوي، په دې فعالیت کې کار هم شامل دی. علایم یې ممکن د اوږد مهال لپاره نشته وي خو ممکن ناڅاپه راپیدا شي او د نامالومې مودې لپاره ادامه ولري او له همدې امله ممکن ناروغ فکر وکړي چې دنده پر مخ نشي وړی.

د کرون ناروغي باید د ناروغ د دندې مخنیوی ونکړي او همداسې د کار مالک هم تعصب ونکړي.

په متحده ایالتونو کې د (Americans with Disabilities Act ADA) قانون له مخې د کرون ناروغ معیوب ګڼل کیږي. د همدې قانون له مخې له معیوبینو سره د تعصب مخنیوی کیږي. په داسې سوداګرۍ پلي کیږي چېرې چې تر ۱۵ کسانو پورې معاش پکې اخلي. په فزیکي او زهني توګه د معیوب ګڼل کېدو لپاره باید د اې ډي اې د قانون له تعریف سره مطابقت کې وي. دا قانون معیوب داسې تعریف کوي “په فزیکي یا زهني توازن کې نشتوالی کوم چې د یوه یا ډېرو فعالیتونو مخنیوی کوي” همداسې د کرون ناروغي هم په فزیکي توګه د توازن نشتوالی دی او د هاضمې د سیستم په فعالیت اغیز کوي. علایم یې له نرمو نیولې تر ژوند ګواښونکي عفونیت پورې امکان لري.

که چېرې یو کس د کرون ناروغي ولري نو د (Reasonable accommodation) غوښتنه کولای شي تر څو د کار مالک معیوب کار کوونکي ته د پام وړ ستونزو یا لګښت لامل نشي. په قانون کې د (Reasonable accommodation) مانا، یو سیستم یو کس ته کوم چې ځانګړې اړتیاوې لري لکه د نورو په څېر مناسب کول دي.

د بېلګې په توګه ممکن ناروغ له کور څخه د کار غوښتنه وکړي او یا هم داسې ځای سره نږدې د ناستې غوښتنه وکړي چې که چېرې ناڅاپه علایم تجربه کړي نو خپله ستونزه هوارولی شي.

که چېرې د کار مالک له اې ډي اې قانون سرغړونه وکړي نو جریمه کیږي او په دوېم ځل سرغړونه یې جریمه زیاتیږي.

که چېرې یو کس په خپله کورنۍ کې داسې ناروغ ولري لکه د کرون د ناروغي ناروغ نو د متحده ایالتونو د (Family and Medical Leave Act FMLA) قانون له مخې، په کال کې تر ۱۲ اوونیو د داسې غیرحاضري حق لري د کومو چې معاش نه ورکول کیږي او په دې موده کې د خپلې کورنۍ د غړي پاملرنه کولای شي. دا قانون د هغو شرکتونو د کار کوونکو لپاره دی کوم چې تر ۵۰ پورې یا تر دې زیات کار کوونکي لري.

Sidebar



Share
Hide Buttons