د کولمو د پړسوب د ناروغي لپاره د چرسو تیل اغیزمن درمل دي ؟
د چرسو تیل یا cannabidiol (CBD) یو فعال ترکیب دی کوم چې په (Cannabis sativa) بوټي کې پیدا کیږي، لکه د همدې بوټي د نورو ترکیبونو په څېر د بېلګې په توګه لکه د tetrahydrocannabinol (THC) په څېر په زهن اغیز نه لري او انسان نه نشه کوي. په یادو تیلو کې ځینې د درملنې کیفیتونه شته دي او له ډېره وخته له اوږدمهاله درد ارامولو نیولې تر تشویش او د سرطان د علایمو تر ارامولو لپاره کاریږي.
تر اوسه یې په اړه کافي څېړنې نه دي شوي خو د لویانو لپاره کوم ځانګړی زیان نه لري او کومو کسانو چې د کولمو د پړسوب ناروغي لرله له کارولو پس پکې علایم ارام شوي وو او د ژوند لپاره فعالیت کې یې ښه والی راغلی وو.
نورو ډېرو کلنیکي څېړنو ته اړتیا شته تر څو په دې پوه شو چې یاد ترکیب د کولمې د پړسوب د ناروغي د علایمو په اغیزمنه توګه درملنه کولای شي او که نه. تر څېړنو او تصدیق مخکې باید په ورته وخت کې د کولمې د پړسوب د ناروغي درملنه ونه ګڼل شي.
د چرسو د تیلو مختلف شکلونه
تېل، له اېتانولو سره ګډ، د پوزې سپرې، نرم جېل، کپسول، کریم، پټۍ یا ټاپه، جامد شکل کې داسې درمل کوم چې د بدن له تودوخې سره ویلې کیږي، د خوړو وړ، تبخیر کېدونکي یا بخار باندې بدلېدونکي. په دې کې مختلف شکلونه د کولمو د پړسوب د ناروغي د علایمو ارامولو لپاره کاریږي.
بد اغیز یا جانبي عوارض یې زړه بدوالی، ستړیا، نا ارامتیا، په اشتیا او وزن کې بدلون دی.