Camargue cattle – کمرګ غوییز

نسل یې د فرانسې په سوېل کې د رون سیند په سیمه کې اخیستل شوی. د کمرګیز په نوم د منډې په لوبه کې کاریږي. د فرانسې په یاده سیمه کې د غوییزو له دوه نسلونو یو دی کوم چې نیمه وحشي روزل کیږي، دوېم نسل ته یې براوا نوم اخلي او له ۱۹۹۶ څخه د سپورت لپاره روزل کیږي. په سیمه کې یې خلک د راسوا دي بیو (Raço di Biòu) په نامه هم پېژني. په یاده سیمه کې د کوچنیو اسونو نسل هم شته او یاد نسل ته هم د کمرګ اسونه نوم اخلي.

د کمرګ غوییز تور رنګ لري، ډېر کم وخت په تېز نسواري رنګ کې هم پیدا کیږي. غټ ښکرونه لري، ښکرونه یې په بېخ کې خړ رنګ لري، په منځ کې کریمي او د ښکرونو څوکې یې تېز رنګ لري. کوم غوییز چې د سپورت لپاره روزل کیږي خصي شوي وي. له لوبې پرته تر ۲۰۰۰ پورې غوییز هر کال د غوښې لپاره پلورل کیږي.

Sidebar



Share
Hide Buttons