Cika cattle – سیکا غوییز
په سلوانیایي ژبه کې ورته (Cikasto govedo) نوم اخلي. د لوړو غرونو له څر ځایونو سره بلدتیا لري. په سیمه کې، په دودیزه توګه، د شیدو لپاره ساتل کیږي. نسل یې د سلوانیا په شمال لوېدیځ کې، د لوړو غرونو په سیمه کې اخیستل شوی. نسل یې دوه ډولونه لري یو د ټولمین سیکا او بل یې بوهېنج سیکا په نوم یادیږي.
په پیل کې تر ټولو زیات ساتل کېدونکی نسل وو خو په ۱۹۶۴ کې نسل اخیستونکو له بهر نور نسلونه وارد کړل لکه د سویس نسواري غوییز او له همدې امله د سیکا غوییزو نسل دومره کم شوو چې له ورکېدو سره مخ شو. وروسته یې بیا ځلې د نسل اخیستنې پروګرام پیل شو او په ۲۰۲۰ کال کې تر ۵۵۳۰ غوییزو پورې رسېدلي وو.