Corsican cattle – کورسیکن غوییز

کورس یا کورسیکانا نوم هم ورته اخلي. د فرانسې د غوییزو نسل دی، نسل یې په کورسیکا ټاپو کې اخیستل شوی. د کورسیکا ټاپو دودیز غوییز دي او مخکې یوازې بزګرو د کار لپاره ساتل. د فرانسې د کرنې وزارت یې د نسل په توګه پېژني خو د مالوماتو د ثبت لپاره یې کوم رسمي کتاب او ثبت شوي مالومات نه لري.

له ۱۹۶۰ لسیزې را په دیخوا له اوبراک، د الپ نسواري او شارولېز غوییزو سره دوه رګه شوي. دوه رګه نسل یې د اصلي نسل شمېر کم کړی. په ۲۰۰۱ کال کې ۲۸۰۰۰ غواګانې او ۱۳۰۰ غویان موجود وو. بدن یې زېړ رنګه نسواري رنګ کې له روښانه زېړ تر تېز غنمو ته ورته رنګ پورې او خړ رنګ لري. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې د غوا قد تر ۱.۱۵ متره پورې او د غويي ۱.۲۰ متره پورې لوړیږي، د غوا وزن یې ۲۸۰ کیلو ګرامه او د غویي وزن یې تر ۳۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.

په کورسیکا ټاپو کې د کرنې د چارو لپاره کارېدل، غواګانو یې کمه اندازه شیدې کولې او کوم غویان چې نور یې کرنه کې کار نشو کولی د غوښې لپاره حلالېدل. په وروستیو کې د کرنې په ځای یوازې د غوښې لپاره په ۱۰ یا ۱۲ میاشتینۍ کې قصابي ته وړل کیږي، په دې عمر کې یې وزن له ۱۴۰ تر ۱۸۰ کیلو ګرامه پورې وي.

Sidebar



Share
Hide Buttons