Dangi cattle – ډنګي غوییز

په ماراټي ژبه کې یې نوم (डांगी) لیکل کیږي. د هند د غوییزو نسل دی. نسل یې په ډنګ غرنۍ سیمه کې اخیستل شوی، یاده سیمه د ماهاراشترا ایالت په نسیک او احمدنګر ولسوالیو کې ده. له داسې سیمو سره ډېر ژر بلدتیا پیدا کوي چېرې چې درانده بارانونه وریږي. په تنه کې له منځنۍ کچې نیولې تر غټو پورې شته دي. د کار لپاره مناسب نسل ګڼل کیږي. پوستکی یې غوړ ترشح کوي او له همدې امله باراني سیمو کې په اسانۍ ژوند کولای شي.

Sidebar



Share
Hide Buttons