Dexter cattle – ډېکسټر غوییز

د نسل ځینې غړي یې د کونډروډیس پلېزیا لپاره جېن لري (نیمه مرګونی جېن) کوم چې د لنډیتوب یو شکل رامنځته کوي او تر نورو یې پښې لنډې وي – نیمه مرګونی جېن په الېل یا کروموزوم کې بې نظمي په ګوته کوي کوم چې د هوموزیګوس په توازن کې ستونزه پیدا کوي – هوموزیګوس د یوه ځانګړي جېن یا جېنونو د ورته دوه الېل لرنې ته وایي.
کوم چې په کونډروډیس پلېزیا اخته وي ۲۵% امکان لري چې له خپلې مودې مخکې پیدا شي. د کونډروډیس پلېزیا د تشخیص لپاره یې د لکۍ د وېښتو د ډي اېن اې ازموینه کیږي. ګمان کیږي چې لنډي پیدا شوي یې هېټېروزیګوس دي.

په ایرلنډ کې د وړو غوییزو نسل دی. په اتلسمه پېړۍ کې یې د ایرلنډ په سوېل لویدیځ کې، په کېري سیمه کې نسل اخیستل شوی. د نسل نوم یې د فیوډال سیستم د وخت د یوه خان نوم دی څوک چې په والاېنشیا ټاپو کې اوسېده. د نولسمې پېړۍ تر نیمایي پورې د کیري نسل یو ډول ګڼل کېده خو وروسته جلا نسل وګڼل شو. د ایرلنډ یوه زراعت پوه ډیویډ لو په خپلو لیکنو کې، په ۱۸۴۲ کې د ډېکسټر نسل په نوم یاد کړي او تشرېح کړي. په کال ۱۸۹۰ کې یې د نسل د مالومات د ثبت لپاره کتاب جوړ شو او په ۱۹۱۷ کې یې ټولنه جوړه شوه. انګلستان ته یې نسل په ۱۸۸۲ کې انتقال شوی دی. په ایرلنډ کې یې نسل له منځه ولاړ خو په انګلستان او متحده ایالتونو کې تر اوسه شته دي.

لنډ قد لري او غویی یې د مخکینیو پښو په ولیو کې له ۱۰۲ تر ۱۱۲ سانتي متره پورې لوړ وي. غوا یې ۵ سانتي متر ټیټه وي. د غوا وزن یې تقریبا تر ۳۲۵ کیلوګرامه پورې رسیږي. رنګ یې معمولا تور وي خو په سور او خړ رنګه نسواري رنګ کې هم شته دي.

 

Sidebar



Share
Hide Buttons