توماس ینګ
د انګلستان ساینس پوه وو. د ۱۷۷۳ – ۱۸۲۹ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د ځانګړو ستونزو د هوارولو لپاره یې په مختلفو رشتو کې مطالعه لرله. د لید، رڼا، انرژي، فزیولوجي، ژبې، د میوزیک په همغږۍ کې، د پخواني مصر په ساینسي مطالعه کې او د جامداتو په میکانیک په پراخولو کې یې لویه ونډه اخیستې.