Eastern Finncattle – د ختیځ فنلډ غوییز
په فنلنډي ژبه کې یې نوم (itäsuomenkarja or kyyttö) دی. په ختیځ فلنډ کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. نسل یې د دوه موخو (غوښې او شیدو) لپاره ساتل کیږي. غواګانې یې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۴۱۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي، په شیدو کې یې د شحمو کچه ۴.۴% او د پروتینو کچه ۳.۵% وي.
په ۱۸۹۰ لسیزه کې د جلا نسل په توګه وپېژندل شول. په فنلنډ کې د شیدو د تولید د زیاتولو لپاره اړتیا وه او د غوییزو یاد نسل د یاد پروګرام برخه وه.