Ennstaler Bergscheck – اېنسټالر برګ شېک غوییز

د اتریش د غوییزو نسل دی. نوم یې د اینس سیند له اېنسټال درې اخیستل شوی. نسل یې له زېږېدیز کال څخه ۵۰۰ کاله وړاندې له لاتېن سیمه ایزو غوییزو اخیستل شوی وو. رنګ یې سور او سپین وي. د غوږنو داخل یې جلا رنګ کې وي. ښکرونه، د پوز څوکه، بوټونه یې تقریبا بې رنګه وي. له اتلسمې پېړۍ مخکې د کار او غوښې لپاره ساتل کېدل خو په اتلسمه پېړۍ کې یې ځای موربوډېن، پینزګو، کارینتین بلاندویا غوییزو ونیوه. په دوه کلنۍ کې بشپړ بلوغ ته رسېدلی وي خو څوربوالی نه پیدا کوي. غوښه یې د ښه کیفیت لرونکې ده.
ګمان کېده چې تر ټولو وروستۍ دوه غواګانې یې په ۱۹۸۶ کې حلالې شوې وې خو وروسته یې د نسل نور غړي بیا وموندل شول او د نسل ژغورنې چارې یې پیل شوې. په ۲۰۰۴ کې په ۶ فارمونو کې ۶۵ غوییزو موجود وو.

Sidebar



Share
Hide Buttons