Fjäll – فیال غوییز
په سویډني ژبه کې یې نوم (Fjällko or Svensk Fjällras) هم لیکل کیږي. په سویډن کې په طبیعي توګه بې ښکرو د غرنیو غوییزو نسل دی. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کې یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ شو خو په ۱۹۹۵ کې چې کله ورته د نسل اخیستنې ټولنه جوړه شوه بېرته یې نسل زیات شو. د چټکې زیاتېدنې لامل یې کنګل شوي سپرم وو. د مایکرو سټلایټ څېړنې ښي چې له بهوسکولا غوییزو سره تړاو لري. په ۱۲۹۶ کې هم د نسل د مالومات د ثبت لپاره کتاب لره او یاد غوییز پکې بې ښکرو سپین یا سپین خړ غوییز ښودل شوي. په دوېم ځل په کال ۱۹۰۷ کې نسل وګڼل شو.