Fleckvieh – فلېک وي غوییز

د شیدو او غوښې لپاره د غوییزو نسل دی. نسل یې په ۱۹ پېړۍ کې، په مرکزي اروپا کې اخیستل شوی. سیمه ته چې کوم د سویس سیمېنټال غوییزو وارد شوي د فلېکویای غوییزو رامنځته کولو لپاره کارېدلي. اوسمهال په ټوله نړۍ کې تقریبا تر ۴۱ میلیونه پورې غوییز شته دي. د غویي وزن یې تر ۱۱۰۰–۱۳۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۷۰۰–۸۰۰ پورې رسیږي. بې ښکرو او ښکر لرونکي دواړه لري. د نسل اخیستنې سیمه یې د باوریا پاچایي او د اتریش امپراتوري وه. ښه کاري وړتیا هم لري او له همدې امله د سیمې خلکو د درېواړو موخو (کار، غوښه او شیدې) لپاره کارول خو د ټکنالوجي له پرمختګ سره اوسمهال یوازې د غوښې او شیدو لپاره ساتل کیږي.

brown and white cattle

Sidebar



Share
Hide Buttons