Gasconne – ګاسکون
د نوم املا یې که مذکر وي نو (Gascon) هم لیکل کیږي. د غوښې لپاره د فرانسې د غوییزو نسل دی. د فرانسې د پاچايي په ګاسکوني سیمه کې یې نسل اخیستل شوی. دوه ډولونه لري او هر یو په (Gasconne à muqueuses noires and the Gasconne aréolé) نومونو یادیږي. دواړو ډولونو یې په ۱۹۵۵ کې د مالوتو د ثبت لپاره یو کتاب لره خو وروسته په ۱۹۹۹ کې یې د مالوماتو د ثبت کتاب جلا شو. د غویي وزن یې له ۱۰۰۰ تر ۱۱۵۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا له ۶۵۰ تر ۷۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. له سړې هوا سره بلدتیا لري، په کمو خوړو ژر وزن اخلي. مخکې د کار لپاره هم کارېدل خو د ټکنالوجي له ودې وروسته یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي.