Gyr cattle – ګیر غوییز

د زیبو غوییزو نسل دی. د هند په ګجرات ایالت کې په کاتیوار ټاپوزمې کې یې نسل اخیستل شوی. نوم یې ګیر په نامه له غونډۍ اخیستل شوی. په بودا، دېسان، ګجراتي، کاتیواري، سورتي نومونو هم پېژندل کیږي. د شلمې پېړۍ په پیل کې برازیل ته انتقال شول او اوسمهال په برازیل کې تر پنځه میلیونه پورې غوییز موجود دي. په ۱۹۶۰ لسیزه کې برازیل دوه رګه کړل او پایله کې یې د (Gir Leiteiro) په نوم د شیدو او غوښې لپاره جلا نسل رامنځته کړ.

اوږده زوړند غوږونه لري، ښکرونو یې وروسته لور ته وده کړې وي. په خپل رنګ کې د مختلفو رنګونو خالونه یا خاپونه لري یوازې تور رنګ یې څوک نه خوښوي. د غوا وزن یې تر ۳۸۵ کیلو ګرامه پورې او د غویي وزن یې تر ۵۴۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د تازه پیدا شوي خسکي وزن یې تر ۲۰ کیلو ګرامه پورې وي. په ۲۰۰۰ کال کې، په هند کې د ګیر غوییزو شمېر تقریبا ۹۱۷۰۰۰ وو. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې ۲۱۱۰ کیلو ګرامه شیدې کوي. په شیدو کې یې شحم تر ۴.۵% پورې وي.

undefined

a red-mottled white bull with very long drooping ears

undefined

 

Sidebar



Share
Hide Buttons