Greyman cattle – ګرې مېن غوییز

په ۱۹۷۰ لسیزه کې د استرالیا په کوین لنډ کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. په نسل کې یې د مورې ګرې او براهمن نسل ځانګړنې سره ګډې شوي تر څو د کوین لنډ له تودې هوا سره مقاومت کوونکی نسل رامنځته کړي. رنګ یې له تېز خړ تر سلوري پورې امکان لري، په طبیعي توګه بې ښکرو وي، پوستکی یې تېزه رنګدانه لري او له همدې امله په ډېره خرابه هوا کې د پوستکي او سترګو ستونزه نه پیدا کوي. په طبیعي توګه له کټملو سره مقاومت لري، له وچکالۍ او تودوخې سره مقاومت لري، په خپل ځان کې جېن سټار جینونه لري او له همدې امله یې غوښه مرمر ته ورته والی لري کومه چې د ښه کیفیت غوښه ګڼل کیږي. د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره یې مخکې خپله ټولنه لرله خو په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې ټولنه د مورې ګرې نسل له ټولنې سره یو ځای شوه.

File:Greyman.JPG

Sidebar



Share
Hide Buttons