Hanwoo – د کوریا هانوو غوییز

په کوریایي ژبه کې یې نوم (한우) لیکل کیږي. په (Hanu or Korean Native) نومونو هم یادیږي. په کوریا کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. مخکې د کار لپاره ساتل کېدل خو اوس یې نسل یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. په کوریا کې ټول څلور د غوییزو نسلونه اخیستل شوي او له څلورو یې یو نسل دی، د نورو درې نسلونو نومونه یې جېجو غوییز، هوګو غوییز او چیکسو غوییز دي. د غویي وزن یې تر ۴۶۶ کیلو ګرامه او د غوا تر ۳۵۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد تر ۱۲۴ سانتي متره پورې رسېدلای شي. غوا او غویی دواړه یې ښکرونه لري. غواګانې یې د مور کېدنې ښې ځانګړنې لري خو په ۱۷۰ ورځو کې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې یوازې تر ۴۰۰ لیترو پورې شیدې کوي کومې چې د خسکي لپاره هم کمې وي. خواړه یې په سیمه کې د وریجو بوس دي. په غوا او غویي کې یې د بدن رنګ سور نسواري دی خو له ۲۰۰۹ کال را په دیخوا په سپین رنګ کې هم نسل اخیستل شوی او په ۲۰۱۴ کې یې سپین رنګ لرونکي جلا نسل وګڼل شو.

مخینه
تر ۱۹۶۰ لسیزې پورې یې نسل په سوېلې کوریا کې د کار لپاره اخیستل کېده او ډېر کم وخت د غوښې لپاره کارېدل. په ۱۹۶۸کې یې د نسل د مالومات د ثبت لپاره کتاب تاسیس شو او له همدې وخته د غوښې لپاره ساتل کېدونکي غوییز شو. په ۲۰۰۳ کال کې یې شمېر ۱۲۴۰۰۰۰ او په ۲۰۱۴ کال کې ۲۶۷۰۰۰۰ وو.

په ۲۰۰۱ کال کې یې د نسل په اړه ګمان کېده چې دوه رګه شوي تورین او اینډیسین غوییز دي خو په ۲۰۱۰ کې یې د ډي اېن اې میټو کانډریل مطالعې وښوده چې په تورین غوییزو کې له هولسټاین او تورو جاپاني غوییزو سره نږدې تړاو لري او د اینډیسین له زوېګ زېبو نیلور لرې توپیر لرونکي دي. په ۲۰۱۴ کې د (single-nucleotide polymorphism) ازموینو وښوده چې د چین له ینبیان غوییزو سره جلا ګروپ جوړوي کوم ګروپ چې د اروپا له تورین جلا دی او له اینډسین لرې واټن کې دی.

 

undefined

Sidebar



Share
Hide Buttons