د مثبت فکر لرلو لپاره نهه لارې چارې
زما ټولې ستونزې حل لارې لري
مثبت فکر داسې ځواکمن ابزار دي کوم چې د روغتیا په ښه کولو او ساتلو کې ونډه لري، د سټرس په مدیریت کې مرسته کوي، تاسې سره مرسته کوي چې په ننګونو برلاسي شئ او خوښې مو ښې او مناسبي وي. هر انسان کولای شي چې د مثبت فکر وړتیا په ځان کې اضافه کړي. د مثبت فکر په ذریعه تاسې خپل احساسات او کړنې دواړه په خپل فکر کنټرول کولای او مدیریت کولای شئ. د مثبت فکر پیل تل له خپل ځان سره له مثبتو خبرو کیږي او د همدې خبرو له لارې تاسې د یو حالت او یا ځان او یا کوم بل کس په اړه مثبت فکر تولیدوئ.
۱ – خپل چار چاپېره د مثبت فکر خلک خپل ژوند کې ولرئ : مثبت فکر او منفي فکر ډېر بې کچې زیات ساري او یا بل ته سرایت کوونکی وي، د مثبت فکر لرونکی کس کولای شي ټوله کوټه روښانه، په مثبتو څپو او په انرژي ډکه کړي. که چېرې تاسې خپل ژوند کې مثبت خلک له ځان سره ولرئ نو خپلې موخې ته رسېدو کې مو مرسته کولای شي او خپل ځانته د احترام کچه مو ورسره لوړېدلای شي. د مثبتو خلکو په نظر کې تاسې د هر ننګونکي حالت روښانه اړخ لیدلای شئ.
۲ – سپورت : ستاسې بدن کې سپورت اینډورفین، ډوپامین، اډرېنالین او اېنډوکانابېنویډ زیاتوي. دا ټول په مغز کې کیمیاوي توکي دي او لوړه کچه یې تاسې کې د خوښي احساس، په ځان د باور احساس، د وړتیا کارونې وړتیا پیدا کوي او له سټرس او تشویش ستانه کې مو ونډه اخلي. له همدې امله اړینه ده چې هره ورځ سپورت وکړئ.
۳ – تازه خواړه : که چېرې مو خواړه په کیمیاوي توکو ساتل شوي خواړه وي نو ستاسې د خوښي د احساس او ښه مزاج له منځه وړلو کې ونډه اخلي. په ځانګړې توګه د بورې او یا په بوره کې د چمتو شو خوړو خوړل یوازې ستاسې مزاج نه خرابوي بلکې روغتیا ته مو هم لوی زیان اړوي. بوره تاسې کې ډېپرېشن او تشویش پیدا کوي. خو تازه خواړه لکه سبزي او هر ډول صلات، میوه، پنېر، د کورنیو چرګانو هګۍ او غوښه، د خسکي سره بې وازدې غوښه او کبان مو د روغتیا ساتنې تر څنګ په فکر او مزاج خپل اغیز لري او تاسې کې د زهني ګډوډي مخنیوی کوي.
۴ – د هر څه په روښانه او مثبت اړخ تمرکز کوئ : ننګونکي حالتونه د ژوند یوه ډېره نورمال برخه ده او هر انسان په نړۍ کې ورسره مخ کیږي، کله هم چې تاسې ورسره مخ شوئ نو مثبت اړخ ته یې کتنه کوئ حتا که د منفي په پرتله ډېر کوچنی هم وي، یاده چاره تاسې ته دا وړتیا درکوي چې ژوند کې هره بده پېښه د ځان په ګټه وکاروئ.
۵ – له نورو مننه وکړئ، یا هم قدرداني او ستاینه یې وکړئ : کوم خلک چې په تاسې ګران دي او یا هغه خلک د کومو له امله چې تاسې ژوند کې خوښ او ارام یاستئ مننه ترې وکړئ، په ورځ کې لږ نه لږ یو ځل دا ډول چلند اختیار کول تاسې کې د مثبت فکر په وده کې مرسته کوي، سټرس مو کموي، ځانته احترام مو لوړوي، په هر سخت حالت کې په تاسې کې د انعطاف وړتیا اضافه کوي. د بېلګې په توګه له خپل همکار څخه د مرستې مننه وکړئ، د کورنۍ له هغه غړي مننه وکړئ کوم چې سختو کې تاسې سره وږه په وږه درېدلی وي، که نور نه وي او کور کې مو ژوی ساتلی وي له هغه سره ښه واوسئ. یاده چاره تاسې کې د سټرس او تشویش مخنیوی کوي او مثبت فکر ته مو وده ورکوي.
۶ – ټوکې او خندا کول : په ځانګړې توګه په ستونزمن حالت کې خندا او ټوکې مثبت لور ته ګام اخیستو کې مرسته کوي، مزاج مو ارام ساتي او ستونزمنې او پېچلې چارې ساده کوي.
۷ – هر سهار داسې مراسم چمتو کړئ چې خوښونکي وي او ورځ مو پرې پیل کړئ لکه د سهار لمونځ، لکه پټیو کې قدم وهل، لکه د کورنیو ژو پاملرنه، لکه له ماشومانو سره ټوکې ټکرې، لکه سپورت.
۸ – د ورځې په اوږدو کې، که چېرې مو خپل زهن ستړی احساس کړ یوازیتوب ته مخه کړئ او تر پنځلس دقیقو سترګې پټې کړئ او زهن د هېڅ لپاره مه کاروئ. دا چاره ستاسې فکري ځواک زیاتوي او د مثبت فکر چلند درکې اضافه کوي.
۹ – که چېرې فکر کوئ چې منفي فکرونو مو زهن محاصره کړی نو : دا فکر ولیکئ او د همدې فکر په اړه له ځانه پوښتنې وکړئ پوښتنو ته د بدیلو مثبتو ځوابونو هڅه وکړئ.