Science – ساینس

ساینس کلیمه د لاتیني ژبې له (scientia) کلیمې اخیستل شوې او مانا یې پوهه ده. ساینس یوه سیستماتیکه پروژه ده کومه چې د کایناتو په اړه د ازموینې وړ تشرېح او وړاندوینو شکل کې پوهه ترتیب کوي او جوړوي. د ساینس تاریخ د بین النهرین او قدیم مصر تمدنونو پورې څارل شوی له زیږیدیز کال څخه تر ۳۵۰۰ کالو وړاندې پورې تاریخ لري د پخوانیو مصریانو او بین النهرین خلکو د طب، ریاضي او ستورپېژندنې په اړه پوهه د پخواني یونان طبیعي فلسفې ته داخله شوه او یادې فلسفې ته یې ځانګړی شکل ورکړ. په دې فلسفه کې د مصریانو د پوهې تر ګډېدو مخکې هم هڅې شوې وې چې د طبیعي پېښو پر بنسټ د فزیکي نړۍ پېښو ته تشرېح چمتو کړي.

کله چې د روم لویدیځه امپراتوري نسکوره شوه نو په لویدیځه اروپا کې د یوناني پوهې کارېدنه هم بس کړل شوه خو مسلمانانو یې کارونې ته ادامه ورکړه. د لسمې او دیارلسمې پېړۍ تر منځ د مسلمانانو تازه څېړنو او د یونان د پوهې راغونډولو او سره ادغام کولو یو ځل بیا په لویدیځه اروپا کې بیا ځلې طبیعي فلسفه ژوندۍ کړه. په شپاړسمه پېړۍ کې طبیعي فلسفه د ساینس انقلاب په نویو نظرونو او اکتشافونو بدله کړه او دې چارې یاده فلسفه د پخوانیو یونانیانو له دودونو خلاصه کړه. ساینسي طریقو ډېر ژر د پوهې په ترلاسه کولو کې اړین رول ولوبوه خو چارې یې تر ۱۹ پېړۍ پورې محدودې وې. وروسته طبیعي فلسفه هم په طبیعي ساینس بدله شوه.

عصري ساینس په درې څانګو وېشل شوی : ۱ – طبیعي ساینس د بیلګې په توګه بیولوجي، کیمیا، فزیک کوم چې طبیعت مطالعه کوي ؛ ۲ – رسمي ساینس د بېلګې په توګه منطق، ریاضایات، تیوریکي کمپیوټر ساینس کوم چې غیرې لمس کېدونکي مفهومونه مطالعه کوي ؛ ۳ – ټولنیز ساینس د بېلګې په توګه سیاسي ساینس، اروا پوهنه، اقتصاد، د ټولنې پېژندنه کوم چې یو کس یا ټولنه مطالعه کوي. د رسمي ساینس په اړه تر اوسه په دې اتفاق نشته چې د ساینس څانګه ده او کنه ځکه چې په تجربوي شواهدو تکیه نه کوي. د موجودې پوهې په کارولو د پوهې ترلاسه کولو ته عملي ساینس وایي لکه په طب او انجنیري د پوهې ترلاسه کول.

ساینس معمولا اکاډمیکو او څېړنیزو بنسټونو یا حکومتي ایجنسیو او کمپنیو کې هر څه د څېړنو پر بنسټ تر سره کوي. د ساینس لپاره پرمختللي هیوادونه ځانګړې پالیسي لري او د همدې پالیسي له مخې ورته بودیجه ټاکل کیږي تر څو سوداګریز تولید، د وسلو تولید، د روغتیا ساتنه او پاملرنه او د چاپېریال ساتنه ممکنه کړي.

مخینه
له عصري وخت وړاندې په ډېرو تاریخي تمدنونو کې د ساینس پراخ تعریف موجود وو. د عصري ساینس طریقې له پخواني سره توپیر لري او پایلې یې هم بریالۍ دي. مخکې ساینس د یوې ځانګړې پوهې نوم وو که دا پوهه به محدوده هم وه ساینس نوم به ورته کارېده خو د پوهې تعقیب ته ساینس نوم نه وو کارول شوی. دا ډول محدوده پوهه به خلکو یو بل ته ویلای هم شوه او خپله کې به یې سره شریکوله د بیلګې په توګه داسې تخنیکونه د کومو له مخې چې زهرجن بوټي د خوړو وړ کېدل، په ملي کچه عامه چارې لکه د اوبو بندونه جوړولو د سیلاب د مخنیوي لپاره خوړونه جوړول، لکه خرافات او قانوني سیستم. همداسې له وسپنې د توکو جوړولو په اړه پوهه له ماقبل تاریخ څخه موجوده وه.

پخواني کلتورونه
د بین النهرین پخوانیو خلکو د ډېرو طبیعي کیمیاوي توکو په اړه پوهه لرله او خټین لوښي، صابون، ښیښې، وسپنیز توکي، او لایم پلستر یې ترې جوړول لایم پلستر له اوبو، ریګ او چونې جوړیږي. له ځینو وسایلو یې د اوبو ضد توکي جوړول. د فال کتنې لپاره یې د ژو اناتومي، چلند او فزیولوجي هم مطالعه کوله. د اسماني تنو خوځښت یې په لویه کچه نوټ کړی وو. دې خلکو په طبابت کې بې کچې زیاته علاقه لرله او تر ټولو زړې طبي نسخې یې د سومریانو د دورې دي. د طبیعي نړۍ په اړه یې مالومات ډېر کم راغونډ کړي وو خو هغه ساینسي موضوع ګانې چې مخکې کارېدلې وې یا یې هم په مذهب کې کارېدلې ښې مطالعه کړې وې.

کلاسیک دور
په کلاسیک دور کې د عصري ساینس پوهانو په څېر کومه ریښتینې ساینسي څېره نشته. یوازې ډېرې شتمنې طبقې پوهه لرله. په نړیواله کچه یوازې ځینې نرانو که چېرې به یې وس ورسیده د طبیعت په اړه به یې څېړنې کولې. په یونان کې د فلسفې میلیسین مکتب (Milesian school) کوم چې د (Thales of Miletus) لخوا تاسیس شوی وو او وروسته د اناکسیماندر او اناکسیمنس لخوا ادامه ورکړل شوه دواړه لمړي داسې کسان ګڼل کیږي چې د پوهې پر بنسټ یې د طبیعي پېښو د تشرېح هڅه کړې. په کلاسیک دور کې فیساغورثیانو د مختلطو اعدادو فلسفه رامنځته کړه او د ریاضیکي ساینس په رامنځته کولو کې یې د پام وړ ونډه واخیسته. په یونان کې لوسیپوس او شاګرد یې دموکریتوس د اټومونو تیوري رامنځته کړه. د یونان بل ډاکټر بقراط سیستماتیک طبي ساینس تاسیس کړ – بقراط د طب پلار ګڼل کیږي.
په فلسفي ساینس کې د تحول نقطه سقراط ګڼل کیږي چا چې په لمړي ځل فلسفه د انساني امورو او مسایلو، د انسان او د سیاسي ټولنو د مطالعې لپاره کارولې. د سقراط په چارو کې ډېر تاکید په فصاحت او بلاغت شوی. وروسته په سقراط تور پورې شو چې د یونان په خدایانو یې د یونان ځوانان بې باوره کړي او خپله هم پرې باور نلري، سقراط دا ادعا رد کړه خو بیا هم په اعدام محکوم شو.

منځنۍ پېړۍ
د څلورمې پېړۍ په لمړۍ لسیزه کې کله چې د بیزانتین امپراتوري د ګډوالۍ له امله په نسکورېدو شوه له دې سره په لویدیځه اروپا کې هم فکري او پوهنیزو چارو زوال پیدا کړ. له بلې خوا بیزانتین امپراتوري هم د نورو له بریدونو سره مخ وه خو په ورته وخت کې یې د زده کړو چارې هم پر مخ وړلې. د پنځمې پېړۍ په لمړۍ لسیزه کې د بیزانتین یو فلسفي جان فیلوپونوس د ارسطو فزیک ولوسته او نیمګړتیاوې یې پکې په ګوته کړې. د جان فیلوپونوس چارو باندې لس پېړۍ وروسته ساینسي انقلاب کار وکړ. د روم لودیځې امپراتورۍ د نسکورېدو پر مهال د پخوانۍ پوهې یوه لویه برخه ورکه شوې او یا هم پټه ساتل شوې وه. د بیزانتین امپراتورۍ د یونان پخواني ټول متنونه ساتلي وو او په ورته وخت کې یې د سوریې له پخوانۍ سیانۍ سیریاک ژبې ژباړې کولې لکه د نیستوریانس او مونوفیزیتس ګروپونو له سریانۍ ژبې څخه ژباړې.
کله چې د مسلمانانو خلافت پراخ شو نو مسلمانانو د یونانیانو دا چارې له یوناني څخه عربي ته وژباړلې، په ژباړه کې مسلمانانو هڅه وکړه چې ځینې متنونو کې پوهه بهتره کړي. همداسې د شپږمې او اوومې پېړۍ ترمنځ ساسانیانو د ګوند شاپور په نامه طبي اکاډمي تاسیس کړه. د ۸۰۱–۸۷۳ کلونو ترمنځ د عراق په بغداد کې عباسیانو د پوهې د کور په نامه لوی کتابتون جوړ کړ چېرې چې دارسطو نظریات لوستل پیل شول د القندي په نامه لمړی مسلمان فیلسوف بشپړ نو یې ابو یوسف یعقوب ابن اسحاق القندي دی د ارسطو د فلسفې لمړی مسلمان فلسفي او له یوناني څخه عربي ته لمړی د فلسفې ژباړونکی ګڼل کیږي. له همدې وخت څخه د اسلام طلايي عصر پیل شو او تر ۱۳ پېړۍ د مغولیانو تر ظهور پورې یې ادامه پیدا کړه.
وروسته ابن سینا، ابو سینا یا پورسینا او ابو بکر محمد زکریا راضي د طب ساینس پراخیدو کې لویه ونډه واخیسته. په کال ۱۰۲۵ کې ابن سینا په ۵ کتابونو کې د طب قانون (Canon of Medicine) په نامه پوهنغوند ولیکه کوم چې تر ۱۸ پېړۍ پورې د طب لپاره کارېده. همداسې زکریا راضي الکول کشف کړل. د ابن سینا په کتابونو کې د ټولو ادعاو ثابتولو لپاره د کلنیکي ازموینو شواهد کارول شوي.
د پخواني روم او یونان په وخت کې د طبي پوهې لپاره د انساني تنې څیرل منع وو. د ۱۲۷۵–۱۳۲۶ کلونو ترمنځ موندینو دو لوزي لمړی ایټالوی ډاکټر وو چا د طبي موخو لپاره د بدن څیرلو پر بنسټ د اناتومي کتاب خپور کړ. په ۱۱ پېړۍ کې ډېری اروپایان عیسویان شول او له دې سره یې ځواکمنې پاچایانې هم جوړې کړې. د سیمو او پاچایانو تر منځ پولې بیا ځلې جوړې شوې، د ټکنالوجي پراختیا او د کرنې نوښت رامنځته شو او دې چارې د خوړو په صادراتو او وراداتو کې د انسانانو په نفوس زیاتېدنه کې مرسته وکړه. کومه پوهه چې له یوناني عربي ته ژباړل شوې وه اروپایانو له عربي او خپله یوناني ژبې لاتیني ته ژباړه پیل کړه. په ۱۰۸۸ کال کې د اروپا لمړی پوهنتون (University of Bologna) په ایټالیا کې روحانیونو تاسیس کړ او له دې چارې سره لاتیني ته د ژباړې چارې نورې هم چټکې شوې. د ابن سینا کتابونه هم لاتین ته وژباړل شول او بلاخره د (Roger Bacon) په څېر ساینس پوهانو په اروپا کې را څرګند شول.

Sidebar



Share
Hide Buttons