Applied science – عملي ساینس
د موجودې ساینسي پوهې استعمال ته وایي تر څو عملي موخې پرې ترلاسه کړي لکه ټکنالوجي او د اختراع لپاره د موجودې ساینسي پوهې کارونه.
په طبیعي ساینس کې د ساینس بنسټیزې رشتې هغه بنسټیز مالومات چمتو کوي کوم چې د ممکنه پېښو وړاندوینه کوي. عملي ساینس د ساینسي بهیرونو او ساینسي پوهې کارونه ده تر څو یوه ګټوره پایله پرې ترلاسه شي. په دې کارونه کې د طب او انجنیري په شمول د ساینس پراخې رشتې شاملې دي. عملي ساینس رسمي ساینس هم کارولی شي لکه احصایه، احتمالي نظریه، اپیډیمولوجي. همداسې د جنتیک اپیډیمولوجي یو عملي ساینس دی او دواړه احصایوي او بیولوجیکي طریقې کاروي.
عملي څېړنې
Applied research
عملي څېړنې په عملي توګه د ساینس کارونه ده. په عملي څېړنو کې د ځانګړي ایالت، سوداګرۍ او یا د پېرودونکو لپاره د نظریاتو، پوهې، طریقو او تخنیکونو ته لاسرسی او راغونډونه کیږي. عملي څېړنې د کره څېړنو (بنسټیزو څېړنو) متضاد ده. عملي څېړنې معمولا د تولیداتو، بهیرونو او خدمتونو سره تړلې ځانګړې موخې لري. که چېرې عملي څېړنې له کره څېړنو سره پرتله شي نو د سوداګرۍ لپاره بنسټیز کاري چوکاټ او لوری جوړوي.
عملي څېړنې د عملي ستونزو له حل سره سر او کار لري او معمولا تجربوي طریقې کاروي. که چېرې د عملي څېړنو ستونزې او د ستونزو لپاره مالومات موقتي وي نو ممکن کار ي چوکاټ یې هم موقت وي.
رشتې
په انجنیري کې تېرموډاینامیک، د تودوخې لېږد، د مایعاتو میکانیک، ستاتیک، میکانیک، د موادو میکانیک، د موادو پېژندنه، سینماتیک یا خوځښت پېژندنه، د توکو ساینس او د ځمکې ساینس عملي ساینسونه دي.
په طبي ساینس کې د بېلګې په توګه طبي مایکرو بیولوجي او کلنیکي ویرولوجي عملي ساینس دی کوم چې د طبي پوهې ترلاسه کولو لپاره بیولوجي کاروي.
ډیپلوم او ډګري
په کاناډا او نیدرلنډ او ځینو نورو هیوادونو کې د عملي ساینس لسانس د انجنیري له لسانس سره برابر یا یې معادل دی او د مسلکي ډګري په توګه کلاس شوې او تر ډېره د انجنیري ساینس کاروي. په استرالیا او نیوز لنډ کې په مختلفو رشتو کې دا ډګري ترلاسه کېدای شي او د لوړې کچې د تخصص مسلکي سند ګڼل کیږي. په انګلستان کې عملي ساینس د فني زده کړو تعقیب ته رجوع کوي او د ثانوي زده کړو ارزښت لري ډېر وخت یې زده کړې هم په کورسونو کې کیږي. په متحده ایالتونو کې ځینې پوهنتونونه په ځانګړو رشتو کې د عملي ساینس ماسټري لري خو ځینې بیا د لسانس ډیپلوم لري.