زه پوهېږم، زه فکر کوم چې زه پوهېږم
هر کس غواړي چې هېڅ ځای کې غلط ونه اوسي، هر کس خپل نظر لري، دا اړینه ده چې تاسې خپل زهن په دې پوه کړئ چې تاسې په ریښتیا پوهیږئ او که فکر کوئ چې پوه یاستئ. کله چې یو انسان زهن کې د خپل نظر تصدیق کول په نورو تپل غواړي نو فکر کوي چې پوهیږي او په دې چلند دوه چارې کول غواړي لمړی دا چې امتیاز ترلاسه کول غواړي، یا د بل غلط ثابتول غواړي. ډېری خلک دا چلند له ۲۰ کلنۍ پس بدلوي او خپل زهن ته وده ورکوي خو ځینې وروسته پاتې ملتونو کې بیا د ملتونو ډېری وګړي هماغسې لوی ماشومان پاتې کیږي او دا لوی ماشومان تر هر چا پوه او په هر څه پوه وي.
لویو ماشومانو ته که تاسې په پوهه یو څه ثابت کړئ دوي خپل زهن کې فکر کوي چې لویه ماته یې وخوړه او د دې احساس نه لرلو لپاره تر هغو مقابل لوري سره سر تمبګي کوي تر څو یې چې هغه دې ته نه وي راوستی چې له خپلې پوهې تېر شي او لوی ماشوم ته ووایي چې ته په سمه یې. دا خلک د بحث پر وخت په موضوع تمرکز نه کوي بلکې زهن کې په دې تمرکز کوي چې له نورو ښه او غوره دي. دا ډول خلک له دې خوند اخلي چې نورو ته ووایي تاسې بیخي په غلطه یاستئ.
که تاسې غواړئ چې له دې (لوی ماشوم) حالته ووځئ نو د ګټلو او یا بل په غلطه ثابتولو لپاره خپل نظر په نورو مه تپئ او د تپلو په ځای د نظرونو تبادله وکړئ او د نظرونو د تبادلې له لارې رغونکی روغبړ وکړئ.