داسې پوښتنه کول چې پایله او ځواب ترلاسه کوي

که چېرې ته غواړې چې په چټکۍ سره له مالوماتو پرده لرې کړې او ځان پرې پوه کړې نو پوښتنه وکړه خو له بده مرغه تل تاسې له مقابل لوري روښانه ځواب نه ترلاسه کوئ. همداسې تاسې دا حق نه لرئ چې بل ځواب ویلو ته په زوره اړ کړئ خو تاسې دا وړتیا ځان کې اضافه کولای شئ چې په داسې طریقه پوښتنه وکړئ کومه چې یوه پایله او ځواب ترلاسه کولای شي.

۱ – د ځواب ویونکي لور ته د پوښتنې لپاره په داسې طریقه ورشئ چې وخت، ځای، د خبرو انداز او د خبرو لپاره کارېدلې ژبه مو مناسب وي. د هیچا نه خوښیږي چې د اړین سوال لپاره یو ناڅاپه راڅرګند شې او پوښتنه وکړې. د بېلګې په توګه که چېرې تاسې نا څاپه له خپل مدیر د معاش او ترویج په اړه پوښتنه وکړئ نو مالومات به مو نه وي تر لاسه کړي خو که چېرې یې مناسب ځای او وخت کې ووینئ او په مناسبې ژبې کارولو یې ور یاده کړئ ممکن ځواب کې مالومات ترلاسه کړئ.
۲ – داسې پوښتنه مه کوئ چې ځواب یې “هو” یا “نه” وي.
۳ – په پوښتنه کې په چا فشار مه اچوئ چې په دوه یا درې نظرونو د یوه ملاتړ وکړي.
۴ – زهن کې دا مه اچوئ چې تاسې مخکې له مخکې په دې پوهېږئ چې ستاسې د پوښتنې ځواب کې بل څه وایي. تل زهن کې د داسې څه لپاره ځان چمتو ساتئ د کوم چې تاسې تمه نه کوئ.

۵ – دا اړینه نه ده چې ته څه وایې خو دا اړینه ده چې څرنګه یې وایې. که چېرې مو د غږ کیفیت یا څرنګوالی مناسب وي نو دا چاره مو ډېر خلک اړ کوي چې تاسې ته غوږ شي. ډېری خلکو کې د نورو علاقه نشته وي او نه هم په زړه پورې وي خو په دې پوهیږي چې ګڼه ګوڼه څرنګه مدیریت کړي. دا ډول خلک په خپل غږ د نورو پام خپل ځانته جلبوي.

Sidebar



Share
Hide Buttons