د خبرو پر مهال زهن کې وړاندوینه

د خبرو پر مهال زهن کې وړاندوینه مه کوئ، که چېرې وړاندوینه وکړئ نو دا چاره نورو ته د خبرو ختمولو موقع نه ورکوي، تاسې له غوږ ایښودنې راګرځوي، او تاسې دې ته اړ کوي چې د بل خبرو کې ور ټوپ کړئ. کله چې یو کس د بل د خبرو پر مهال زهن کې وړاندوینه کوي لامل یې دا وي چې یاد کس فکر کوي چې د بل په خبرو مخکې له مخکې پوه دی او اړتیا نشته چې ورته غوږ شي. وړاندوینې که چېرې سمې وای نو ژبې به نشته وای، ژبه ځکه پیدا شوې چې یو کس پرې په روښانه توګه هغه څه بیان کړي کوم یې چې فکر کې وي همداسې غوږونه د دې لپاره پیدا شوي چې مقابل کس دې خبرو ته په ټول پام غوږ ونیسي او د بل په فکر د خبرو له لارې ځان پوه کړي.

تل د بل د خبرو په وخت کې خپل نوبت ته تم شئ، په ټول پام سره غوږ شئ، که چېرې خبرې اوږدې وي کوچنی نوټ ترې جوړ کړئ تر څو مو په موضوع خپل نظر هېر نه شي، په لنډه توګه د هغه کس خبرې بل انداز کې تکرار کړه، د خبرو تعبیر مه کوه، د فکر کولو لپاره څو ثانیې وقفه وکړه. د خبرو پر مهال هېڅکله مبایل مه کاروه.

Share
Hide Buttons