کله چې خلک له تاسې سره لمړی ملاقات وکړي نو ډېری وخت سملاسي ستاسې په اړه نظر جوړوي. نظر یې ممکن ځینې وخت سم او ځینې وخت ناسم وي. که چېرې تاسې په مسلکي توګه او شخصي توګه بریالي کېدل غواړئ نو د باور وړ کېدنه زده کړئ. یو کس هغه وخت بل ته د باور وړ وي کله چې څه وایي او بل یې ومني. که چېرې تاسې هغه څه ووایئ کوم چې ترسره کوئ نو دا چاره مو د باور وړ کس باندې بدلوي.
که چېرې سوداګرۍ کې تاسې له خپلو پېرودونکو سره مهربانه واوسئ نو د پېرودونکو زهن کې مو سملاسي سوداګري او شخصیت له یو بل سره غوټه کیږي. که چېرې تاسې له پېرودونکو سره ښې اړیکې وپالئ نو ورځ تر بلې مو سوداګري د بریا په لور روانوي. له پېرودونکو سره ښې اړیکې پالل ستاسې پېرودونکي تاسې ته وفاداره پاتې کوي.
دا نا ممکنه ده چې تل یو انسان هر څه سم ترسره کړي خو دا اړینه ده چې کله ستونزې را پورته شي تاسې یې هوارې کړئ. که چېرې مو پېرودونکي ستاسې له چلند خوښ وي نو د سوداګرۍ په اړ مو نورو ته سپارښتنه کوي. د همکارانو ترمنځ ښې اړیکې کار ځای له انرژي ډک چاپېریال باندې بدلوي. که چېرې مو خپل چاپېریال کې له خلکو سره اړیکې ښې وي نو ورځ له خوښي ډکه تېریږي او په روغتیا مو مثبت اغیز لري.
د سوداګري اړیکې روزنې ته اړتیا لري او څومره چې تاسې له خلکو سره د مثبت فعل او انفعال هڅه کوئ همدومره په یادې وړتیا کې ښه کیږئ.