خبرې اترې څه ته وایي ؟

ډېری تعریفونه لري خو په ساده توګه خبرې اترې :
– لېږل شومالوماتو ته وایي
– لفظي یا غیرې لفظي پیغام ته وایي
– داسې بهیر ته وایي په کوم کې چې په سمبولونو، نښانونو او چلند د وګړو ترمنځ د مالوماتو تبادله کیږي

خبرې اترې درې اړینې برخې لري :
– ته
– ستا اورېدونکي
– ستا پیغام

ته د خبرو اترو بهیر ته مسلکي تجربه، پوهه او روزنه راوړې او د راوړنې لپاره تا د کار له مالک سره د یادې چارې لپاره باور جوړ کړی، له عامه خلکو، همکارانو او رسنیو سره دې باور جوړ کړی.

خبرې اترې څلور ابزار لري :
– غوږ ایښودل
– خبرې کول
– لوستل
– لیکل

هر انسان کولای شي چې څلور واړه زده کړي او په تمرین کولو سره ښه والی پکې رامنځته کړي.

د مالوماتو ترلاسه کول او کارول
په خبرو اترو کې مونږ څومره مالومات ترلاسه کوو له مختلف فکتورونو سره تړاو لري. هر کس د زده کولو لپاره جلا طریقه لري او دا ډېره اړینه چې خپله طریقه باندې ځان پوه کړي. ځینې خلک یې په تکرارولو زده کوي، ځینې په لیدلو او ځینې په اورېدلو.

څېړنو موندلې چې انسانان ۱۰ % مالومات د لوست له لارې، ۲۰ % د اورېدو له لارې، ۳۰ % د لیدو له لارې، ۵۰ % د لیدو او اورېدو له لارې، ۷۰ % د اورېدو او بحث له لارې، ۹۰ % د کړنو له لارې زده کوي.

ماته یې ووایه خو ممکن هېر مې شي، ماته یې وښایه په یاد به مې پاتې شي، ما پکې شامل یا ور ګډ کړه زده به یې کړم.

Share
Hide Buttons