مخالفت

هر انسان مخالفت تجربه کوي. مخالفت د انسانانو د فعل او انفعال یو فکتور دی. کله هم چې دوه یا ډېر انسانان خپله کې خبرې اترې کوي نو د ناسم پوهاوي ډېر امکان شته وي کوم چې د مخالفت لامل کیږي. د مخالفت د مدیریت څرنګوالی زمونږ له روغتیا او د اړیکو ساتنې سره مستقیمه اړیکه لري.

په مخالفت کې لاندې درې اړینو اړخونو ته ډېر پام کوئ :
۱ – په ټول پام سره غوږ کېدل تر څو د مخالفت سر چینه پیدا کړې
۲ – د هوکړې لپاره هڅه
۳ – مقابل کس ته له مخالفت د وتلو لار پرېښودل

د مخالفت د هوارېدو مخنیونکي
– د یوې ستونزې په اړه ډېر ژر قضاوت کول
– د حل لارې لټولو په ځای ځواب لټول او فکر کول چې ځواب مو تر مقابل لوري غوره دی
– فکر کول چې په هر قیمت زه باید سلامت واوسم
– دا پرېکړه کول چې ستونزه د مقابل لوري ده او ستا نه ده

د مخالفت حل لار ډېره ساده وي خو انسانان ډېری وخت د حل لارې په ځای د مخالفت د هوارېدو مخونیونکو ته مخه کوي. که چېرې د مخالفت له هوارېدو ډډه وشي نو ناسم پوهاوی نور هم زیاتولی شي او د لا زیاتې غسې لامل کېدای شي. د مخالفت د حل لپاره :
– ستونزې له کس جلا کړئ
– د مقام په ځای ګټې ته پام وکړئ
– حل لار مو دوه اړخیزه ګټه کړئ

تاسې د بل کس په چلند کې تر هغو بدلون نشئ راوستلی تر څو مو د هغه کس په لور خپلو کړنو کې بدلون نه وي راوستی. په بل کې د چلند د بدلون لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ :
– مذاکره : د بحث، هوکړې او مصلحت مدیریت او ترتیب کول
– تشویق : د بحث له لارې د نوي باور په لور تګ
– منځګړتوب : په مخالفت کې د حل لارې موندلو په نیت مداخله کول

پورته درېواړو کې تاسې دې ته اړتیا پیدا کوئ چې مالومات د حقایقو شکل کې وړاندې کړئ. مالوماتو کې باید تاسې څه، څوک، کله، ولې، څرنګه، چېرته روښانه کړئ. تشویق دې ته وایي چې یو کس ته ووایئ چې یوې ستونزې ته د کتلو لپاره له یوې زیاتې طریقې شته. منځګړتوب کې د ستونزې د حل لپاره بې طرفه درېمه ډله د مخالفت د هواري لپاره شاملېږي.

Share
Hide Buttons