ډېری خلک کله چې د نیوکې نوم واوري نو فکر کوي چې رد یا د نه تصدیق کولو د قضاوت مانا لري خو د نیوکې مانا د کیفیت په اړه څېړنه او قضاوت دی، نیوکه د پرتله ایز ارزښت ارزونه ده. د ډېرو خلکو فکر کې د “نیوکې” کلیمه په ډېره اسانۍ منفي مانا تولیدوي. که چېرې تاسې باندې کوم کس نیوکه وکړي نو لمړی زهن کې له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې څه مو ناسم وکړل چې نیوکه درباندې وشوه.
که تاسې په چا نیوکه کول غواړئ نو لمړی د نورو مخ کې نیوکه مه پرې کوئ، دوېم په یو ځل ټولې نیوکې مه کوئ، درېم نورو خلکو سره یې چارې مه پرتله کوئ او یا یې د بېلګې په توګه مه ورته یادوئ، څلورم د لارښونې لپاره داسې موقع ولټوئ کومه چې د ورزده کولو لپاره مناسبه وي، پنځم خبرو کې داسې جملې وکاروئ چې نیوکې او د سمون وړاندیز ته مو د ټیم د چارو شکل ورکړي، اتهام رغونکې نیوکه نه ده.
د نیوکې لپاره لاندې ټکو ته پام کوئ :
– په چلن او کړنو نیوکه وکړئ، په کس نیوکه مه کوئ
– د نیوکې لپاره له منفي خبرو ډډه وکړئ، مثبتې خبرې ورته وکړئ
– هغه چلند ور په ګوته کړئ کوم چې سمون راوستلی شي
– ته یا تاسې کلیمه باندې ځان مقابل کس ته مه مخاطب کوئ
– د منفي کلیمو له کارولو لکه نه، هېڅکله ډډه وکړئ