Pirenaica – پایرې نېکا غوییز

په باسک ژبه کې ورته (Behi-gorri) نوم اخلي. په شمال ختیځې هسپانیا کې د پیرینې غرونو نسل دی. د هسپانیا د شمال په زیاتو برخو کې یې خلک ساتي. له غرني چاپېریال او لوند اقلیم سره بلدتیا لري. په شلمه پېړۍ کې یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ وو خو اوسمهال یې د نسل اخیستنې چاره پیل شوې او شمېر یې بېرته زیات شوی. مخکې د درې موخو کار، غوښې او شیدو لپاره ساتل کېدل. اوس یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. غویان یې په سیمه کې د (arrastre de piedra) په نامه د سپورت لپاره کارول کیږي، په دې سپورت کې په غویانو لویې ډبرې کش کیږي.

د نسل سرچینه یې نامالومه ده، په ۱۹۰۵ کې یې د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره کتاب جوړ شو. په شلمه پېړۍ کې د سویس د نسواري غوییزو نسل په لویه کچه هسپانیا ته وارد شو او دې چارې پایرې نېکا غوییزو ته پاملرنه کمه کړه، خو وروسته له وارد شوي نسل سره دوه رګه شول تر څو یې وزن کې زیاتوالی رامنځته شي. په ۱۹۷۰ لسیزه کې یې نسل له ورکېدو سره مخ وو خو په سیمه کې نسل اخیستونکو ټولنه ورته جوړه کړه او تر ۲۰۱۴ کال پورې یې د نسل شمېر ۴۰۰۲۶ ته لوړ کړ په کوم کې چې ۳۴۸۰۶ غواګانې او نور غویان وو.

undefined

 

File:Raza bovina pirenaica cropped.jpg

Share
Hide Buttons