د هسپانیا په شمال کې د کانتابریا سیمې د غوییزو نسل دی. نوم یې د تودانکا په نامه د کلي له نوم څخه اخیستل شوی. مخکې د وسایلو د انتقال لپاره کارېده او د کانتابریا له سمندر غاړې توکي پرې وړل کېدل. غویان یې اوس هم د تیږې کش کولو په سیمه ایز سپورت کې کاریږي.
د مخکینیو پښو په وږو کې یې د غويي قد تر ۱۵۰ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي، د غويي وزن تر ۴۲۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۳۲۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. رنګ یې له خړ تر تور پورې امکان لري. په ملا کې روښانه پراډه لري. اوږده ښکرونه یې ډېری وخت بهر ته وتلی جوړښت لري. له غرني چاپېریال سره بلدتیا لري، په سیمه کې یې خلک د جون میاشت کې غرونو ته شړي او اکتوبر پورې یې په غرونو کې پریښي وي خو په مني او ژمي کې یې بېرته کلیو ته راکوزوي.