په ایسلنډي ژبه کې یې نوم (íslenskur nautgripur) لیکل کیږي. د ایسلنډ د غوییزو نسل دی. سیمې ته په لمړي ځل غوییز تقریبا زر کاله وړاندې کله چې ایسلنډ کې خلک مېشت کېدل انتقال شوي. مختلفو رنګونه او نښانونه لري. په جنتیکي توګه تقریبا زر کاله له نورو غوییزو جلا ساتل شوي خو په ناروي کې له نارډلنډ او ټروېنډر غوییزو سره نږدې تړاو لري. ایسلنډ ته د غوییزو واردول بند دي او همداسې له ناروغیو یې په کلکه ساتنه کیږي.
د شیدو لپاره تنه کې کوچنی ساتل کېدونکی نسل دی. تقریبا ۹۵ % غواګانې او غویان یې په طبیعي توګه بې ښکرو وي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې کمزورې غوا تقریبا تر ۶۰۰۰ کیلو ګرامه او ښه ساتل شوې غوا تر ۱۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. د کال په اوږدو کې تقریبا ۸ میاشتې د ایسلنډ هوا سړه وي او سیمه کې غوییز بند ساتل کیږي، په دې موده کې ورته غله، ساتل شوې ګیا او بوس ورکول کیږي. په اوړي کې څرول کیږي او د خوړو لویه برخه یې اوربشې، کرم او شلغم وي. په ایسلنډ کې تقریبا ۳۰۰۰۰ شیدې کوونکې غواګانې موجودې دي او له شیدو یې د کوچو بوی لرونکی د (skyr) په نامه پنېر جوړیږي.
که چېرې د سویډن شیدې کوونکې غوا ګانې ایسلنډ ته انتقال شي نو ممکن ګټه یې زیاته وي ځکه چې په کمو خوړو زیاتې شیدې کوي خو دا چې د ایسلنډ غوییز د سیمې خلک د خپل کلتور اړینه برخه ګڼي نو نه غواړي چې نسل یې د بدیلو غوییزو لپاره له لاسه ورکړي.