Indu-Brasil – اېندو – برازیلی

د غوښې لپاره د زیبوین غوییزو نسل دی. د برازیل په تریانګولو مینېرو ایالت کې، د شلمې پېړۍ په پیل کې یې نسل اخیستل شوی. مخکې د اېندوبېرابا په نامه پېژندل کېده. په نسل اخیستنه کې یې د هند کانکرېج او ګیر نسلونه کارېدلي. په یوویشتمه پېړۍ کې یې نسل ډېر کم پاتې دی. له تودوخې او پرازیت سره مقاومت لري. له سپین تر تېز خړ پورې رنګ کې وي. ډېر اوږده غوږونه او لنډ ښکرونه لري او په ملا کې یې کوبی موجود وي. په سیمه کې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د غویي وزن له ۹۰۰ تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه او د غوا له ۷۵۰ تر ۹۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.

Share
Hide Buttons