په جاپاني ژبه کې یې نوم (無角和種) لیکل کیږي. په اوسمهال کې ډېر کم پاتې د غوښې لپاره د جاپان د غوییزو نسل دی. جاپان ټول شپږ د غوییزو نسلونه لري له کومو چې یو نسل د جاپان بې ښکرو غوییز دي. څلور نسلونه یې د واګیو په نامه یادیږي له کومو چې یو د جاپان بې ښکرو غوییز دي او نور درې نسلونه یې د جاپان تور غوییز، د جاپان نسواري غوییز او د جاپان لنډ ښکري غوییز دي. په ۲۰ پېړۍ کې د جاپان له سیمه ایزو غوییزو سره اروپایي نسلونه دوه رګه شول او پایله کې یې ټول واګیو نسلونه رامنځته شول. د جاپان د بې ښکرو غوییزو نسل د سکاټلنډ له ابېرډین انګس نسل اغیزمن دی.
مخینه
د وریجو د کرنې پرمهال جاپان ته غوییز له چین څخه په دوېمه پېړۍ کې انتقال شوي، یاد وخت ته جاپان کې د یایو اي دورې نوم اخلي. تر ۱۸۶۸ پورې یا هم دمیجي بیا رغونې پورې یاد غوییز په کانونو، ځنګلونو، کرنه کې، ټرانسپورټ کې د کاري غوییزو په توګه کارېدل. تر دې مودې پورې د شیدو د تولید په اړه مالومات نشته وو. کلتور او مذهب کې یې د غوښې خوړل بند وو. په دې موده کې غوییزو لوی ارزښت لره او هر بې وزله بزګر نشو اخیستلای.
له ۱۶۳۵ کال څخه تر ۱۸۵۴ پورې جاپان له نورې نړۍ جلا ساتل شوی وو. په ۱۸۶۸ کې د میجي بیا رغونې په نامه سیاسي پېښه رامنځته شوه. له ۱۸۶۸ څخه تر ۱۸۸۷ پورې جاپان ۲۶۰۰ غوییز له بهر څخه وارد کړل. په ۱۹۰۰ کال کې یې له سیمه ایزو غوییزو سره په پراخه کچه بهرني غوییز دوه رګه کړل او پایله کې د جاپان بې ښکرو غوییز رامنځته شول.