Japanese Shorthorn – د جاپان لنډښکري غوییز

په جاپاني ژبه کې یې نوم (日本短角種) لیکل کیږي. د غوښې لپاره د جاپان د غوییزو نسل دی. جاپان د غوییزو شپږ نسلونه لري. څلور نسلونه یې د واګیو په نامه یادیږي له کومو چې یو د جاپان د لنډښکري غوییز نسل دی او نور درې نسلونه یې د جاپان تور غوییز، د جاپان نسواري غوییز او د جاپان بې ښکروغوییز دي. په ۲۰ پېړۍ کې د جاپان له سیمه ایزو غوییزو سره اروپایي نسلونه دوه رګه شول او پایله کې یې ټول واګیو نسلونه رامنځته شول. د جاپان لنډ ښکري غوییز له اېرشېر او ډیون نسلونو اغیزمن دي.

مخینه
د وریجو د کرنې پرمهال جاپان ته غوییز له چین څخه په دوېمه پېړۍ کې انتقال شوي، یاد وخت ته جاپان کې د یایو اي دورې نوم اخلي. تر ۱۸۶۸ پورې یا هم دمیجي بیا رغونې پورې یاد غوییز په کانونو، ځنګلونو، کرنه کې، ټرانسپورټ کې د کاري غوییزو په توګه کارېدل. تر دې مودې پورې د شیدو د تولید په اړه مالومات نشته وو. کلتور او مذهب کې یې د غوښې خوړل بند وو. په دې موده کې غوییزو لوی ارزښت لره او هر بې وزله بزګر نشو اخیستلای.

له ۱۶۳۵ کال څخه تر ۱۸۵۴ پورې جاپان له نورې نړۍ جلا ساتل شوی وو. په ۱۸۶۸ کې د میجي بیا رغونې په نامه سیاسي پېښه رامنځته شوه. له ۱۸۶۸ څخه تر ۱۸۸۷ پورې جاپان ۲۶۰۰ غوییز له بهر څخه وارد کړل. په ۱۹۰۰ کال کې یې له سیمه ایزو غوییزو سره په پراخه کچه بهرني غوییز دوه رګه کړل او پایله کې د جاپان لنډښکري غوییز رامنځته شول.

undefined

Share
Hide Buttons