Jutland cattle – جټ لېنډ غوییز

د شیدو او غوښې لپاره د دنمارک د غوییزو نسل دی. نسل یې د جټ لېنډ د ټاپوزمې له سیمه ایزو غوییزو اخیستل شوی. رنګ یې ممکن روښانه خړ، خړ تور او یا تور سپین وي. د نسل د مالوماتو د ثبت کولو لپاره لمړی کتاب یې په ۱۸۸۱ کې جوړ شوی. نسل یې دوه ډولونه لري : په تنه کې کوچنی ډول یې د شیدو ډول دی کوم چې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي، دوېم ډول یې تنه کې غټ دی او د غوښې لپاره ساتل کیږي.

د شلمې پېړۍ پیل کې د جرمني له تور او سپینو غوییزو سره په لویه کچه دوه رګه شول، د دوه رګه کولو موخه یې دشیدو د کچې زیاتونه وه. د دوه رګه شوي نسل نوم یې په ۱۹۴۹ کې د دنمارک تور او سپین غوییز کېښودل شو.

Share
Hide Buttons